د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بن لادن د ای اېس ای په مرسته وژلی: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

اې اېف پي خبري اژانس په خپل يوه راپور کې د یوه امریکايي ټېلېوېژن فاکس نيوز سره د پاکستاني وزير اعظم عمران خان د هغه مرکې خبرې راخیستې دي چې امریکا ته د سفر پر مهال يې کړې دي.

دغه مرکه چې د ګل په ورځ خپره شوه، عمران خان پکې ويلي دي، د پاکستان پوځ استخباراتي ادارې امریکايي استخباراتي ادارې سي ای اې ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن په اړه مالومات ورکړي ول او د هغو مالوماتو له وجې هغوی بن لادن وژلی وو.

د اژانس په خبره پاکستان د ۲۰۱۱ز کال په مې کې د بن لادن تر وژنې پورې د هغه په اړه د مالوماتو له لرلو په رسمي توګه انکار کولو خو بیا دغه پېښې د پاکستان لپاره په هېواد کې دننه يوه پرېشاني رامنځته کړې وه او له امریکا سره یې اړیکې کړکېچنې شولې.

د اژانس په خبره عمران خان دا مهال د وزير اعظم په توګه په ړومبي ځل د واشنګټن په سفر دی. له فاکس نيوز سره په مرکه کې چې کله له هغه وپوښتل شول چې ایا پاکستان یو وخت بنديوان ډاکټر شکيل اپرېدی خوشې کړي چې د جعلي واکسینونو مهم په چلولو یې لهامریکا سره د بن لادن د مالومولو په لړ کې مرسته کړې وه، نو عمران خان په ځواب کې وويل چې د شکيل اپرېدي موضع يوه جذباتي موضع ده ځکه چې په پاکستان کې هغه ته د يو جاسوس په سترګه کتل کېږي او د عمران خان په خبره په پاکستان کې هر وخت دا احساس کېږي چې موږ د امریکا یو اتحادي هېواد يو او که له موږ سره د بن لادن په اړه مالومات شريک کړل شوی وی نو موږ به خپله د هغه پرضد عملیات کړي ول.

د اژانس په خبره له دې ځوابه پس د فاکس نيوز خبر یال بريټ باير له عمران خانه وپوښتل، تا ته مالومه ده، داسې شک کېدلو که له تاسو سره مالومات شريک کړل شي نو ای اېس ای به دغه خفیه مالومات څرګند کړي نو د دې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وويل، دا خو هم ای اېس ای وه چې د مالوماتو له وجې یې د بن لادن استوګنځی مالوم شوی وو او هغه زیاته کړه که سي ای اې وپوښتی نو دا هم ای اېس ای وه چې په ټېلېفون یې د بن لادن د ځایځایګي مالومات تر لاسه کړي ول.

د اژانس په خبره دا نه ده جوته چې هغه د کوم ټېلېفون ذکر کولو او نه يې په دې اړه نور تفصیل بیان کړ.

پاکستان په رسمي توګه دا خبره رد کړې وه چې ګنې دوی ته د بن لادن د ځای په اړه مالومات ول خو په ۲۰۱۵ز کال کې الجزيره ټېلېوېزن سره په مرکه کې د پاکستانۍ پوځي استحباراتي ادارې مشر اسد دراني ويلي ول، کېدای شي ای اېس ای ته د بن لادن په اړه مالومه وه چې هغه چېرته پټ دی خو هغوی تمه کوله چې د بن لادن په سر څه ګټه ترلاسه کړي.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG