د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزېشن جلسو مطبوعاتي پوښښ ولې کم دی؟


د پيپلز ګوند شريک مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لېګ (ن) يوه مشر، مريم نواز
د پيپلز ګوند شريک مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لېګ (ن) يوه مشر، مريم نواز

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کوي چې د تحريک انصاف حکومت بايد د بيان ازادي او جمهوري اقدار خوندي کړي. د دې کمېشن مشر، مهدي حسن وايي د اپوزېشن جلسو کم پوښښ د بيان ازادي تروړل دي.

هغه د جولای په دوه ویشتمه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې پر ټيليويژن چېنلونو بنديزونه او ځينو سياستوالو ته خبري پوښښ نه ورکول د دې ثبوت دی چې د وزيراعظم عمران خان حکومت جمهوريت ته درناوی نه لري.

هغه زياتوي: ((دا اوسنی دور چې دی، په دې کې ډېرې خبرې داسې دي چې په جمهوريت کې بايد نه وي. جمهوري کلتور بايد وده مومي. د پاکستان تاريخ داسې پاتې شوی چې ډېر پوځ نېغ په نېغه حکومت کړی یا پر ځينو حکومتونو دا الزام دی چې پرېکړې يې پوځ کولې. اوس چې دوی وايي پوځ او حکومت يوه خوله دي. د دې څه مطلب دی. پوځ بايد د منتخب حکومت تر لاس لاندې وي او د جمهوري حکومت پاليسيانې پر مخ وړي.))

ورته اندېښنې او شکونه اپوزېشن ګوندونه هم ښيي. د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري او د مسلم لېګ (ن) يوه مشره، مريم نواز د تحريک انصاف حکومت او وزيراعظم عمران خان منتخب نه بلکې د پوځي ايسټبليشمنټ غوره شوی بولي. خو د ټاکنو کمېشن په تېرو ټاکنو کې د درغليوو تورونه رد کړي دي او پوځ په دې اړه کوم بيان نه دی ورکړی.

په دې وروستيوو کې د مريم نواز يوه مرکه پر ټيليويژن بنده شوه او ګيله لري چې جلسې يې پر ټيليويژن چېنلونو نه ښودل کېږي. په قامي اسمبلۍ کې د هغې د ګوند يوې غړې، مهناز عزیز د جولای په دوه ويشتمه مشال راډيو ته وويل د مخالفو سياستوالو پر خبرو بنديز لګول د يو منتخب جمهوري حکومت کار نه دی.

هغې زياته کړه: ((هر څوک خپله بيانيه لري. مريم نواز مشهوره سياستواله ده او ډېر خلک یې اورېدل غواړي. دا د حکومت بيوقوفي ده چې د هغې اواز غلی کول غواړي. دې سره دا پېغام ځي چې حکومن وارخطا او پرېشانه دی.))

که څه هم پيپلز پارټي او مسلم لېګ (ن) د تحريک انصاف حکومت ملکي مارشل لا او فاشيست بولي خو چارواکي پر ګوندونو بندېزونه او پر مطبوعاتو زور راوړل نه مني. وزيراعظم عمران خان د جولای په دوه ویشتمه په واشنګټن کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په شريکه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د پاکستان کې مطبوعات د نړۍ د ازادترينو مطبوعاتو څخه دي. پر ما چې خپل مطبوعات کومې نيوکې کوي، هغه بې ساري دي. په پاکستان کې پر مطبوعاتو قدغن هسې ټوکه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو هفتو راهيسې په پاکستان کې خبريالانو پر رسنيوو د قدغنونو لګولو او په وخت تنخا نه ملاوېدو پر ضد مظاهرې کړې دي. د خبريالانو د حقونو لپاره کار کوونکو پاکستاني او نړيوالو ادارو هم د وزيراعظم عمران خان پر حکومت د مدني ټولنو او اپوزېشن سياستوالو د غږ خاموشه کولو لپاره نيوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG