د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر خان به د ټرمپ ټینګار پر افغان سوله وي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ۲۲م جولای له پاکستاني وزیراعظم عمران سره ویني
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ۲۲م جولای له پاکستاني وزیراعظم عمران سره ویني

کله چې دواړه مشران نن د جولای پر ۲۲مه د ورځې په اوږدو کې سره ویني نو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر پاکستاني وزیراعظم عمران خان ټینګار کوي چې په خپل هېواد کې دننه ترهګرې ډلې ووهي او په افغانستان کې د سولې روان بهیر سره مرسته وکړي.

د وزیر اعظم په توګه دا د عمران خان امریکايۍ پلازمېنې ته لومړی رسمي سفر دی.

له پاکستاني وزیر اعظم سره به د دغه هېواد پوځي مشر او استخباراتي چارواکي هم مله وي او له دې څخه داسې نښې نښانې ښکاري چې د افغانستان جګړه او ترهګري به د دوو اړخیزو خبرو په سر کې وي.

خان پر یوه داسې مهال امریکا ته درومي چې له امریکا سره یې اړیکې ترخې دي، د دې لویه وجه دا ده چې واشنګټن په افغانستان کې تېره اتلس کلنه جګړه نوره ختمول غواړي او په هغه هېواد کې د ثبات او ټېکاو هڅه کوي. امریکايي چارواکي د مشال راډيو انګلیسۍ څانګې ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې راستو کیلۍ له پاکستان سره ده.

ټرمپ پوهېږي چې خان او په حقیقت کې پاکستانی پوځ او استخباراتي ادارې یو بل ته نېږدې خلک دي او دا هم حقیقت دی چې د طالبانو په جوړولو کې دوی مهم رول درلود
فرحناز

د ټرمپ یوه لوړپوړي چارواکي خبریالیانو ته ویلي دي: (([د خان] د سفر مقصده همدا دی، چې په افغانستان کې د سولې بهیر پرمخبیولو لپاره پر پاکستان د کوټلې همکارۍ زور راوړل شي او بله دا، چې پاکستان وهڅول شي، په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو او ترهګرانو د وهلو خپلې وروستۍ هڅې لاپسې ژورې او ټینګې کړي.)

امریکا او افغانستان بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې پر خپله خاوره یې د طالبانو لپاره ‘’خوندي پناه ګاوې’’ جوړې کړې او ثبات راوستو لپاره د دوی هڅې زیانمنوي. ځکه خو ولسمشر ټرمپ پر اسلام اباد مالي او پوځي مرستې بندې کړې. پاکستان دغه تورونه رد کړي ول چې پر سریې تېر کال د ټرمپ او خان ترمنځ پر ټویټر جنجالي پیغامونه هم تبادله شول.

د پاکستان پخوانۍ پارلېماني غړې او په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن مرکز څېړونکې فرحناز اصفهاني له اېن پي ار (راډیو) سره په مرکه کې ویلي، د دې ناسته غوښتنه ولسمشر ټرمپ کړې وه ځکه چې د افغان سولې بهیر ټکنی دی.

دا وايي: ''له مایوسۍ ډکې ورستۍ هڅې په توګه، ولسمشر ټرمپ عمران وربللی دی، هغه ځکه دی پوهېږي خان او په حقیقت کې پاکستانی پوځ او استخباراتي ادارې یو بل ته نېږدې خلک دي او دا هم حقیقت دی چې د طالبانو په جوړولو کې دوی مهم رول درلود.''

که څه هم ځینې څېړونکي په پاکستان کې د حافظ سعید (د یوې ترهګرې ډلې باني) نیونه واشنګټن ته د عمران خان له ورتګ سره یو تش په نامه ګام بولي ځکه چې هغه تر دې وړاندې هم اووه ځله نیول شوی دی، په ۲۰۰۸ز کال د هند په ممبۍ کې په ترهګریزو بریدونو تورن دی.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي دوی به دې ته ګوري چې پاکستان د دغو خلکو پر وړاندې پیاوړي ګامونه واخلي او هغوی واقعي سزا کړي. که یې سپینه درته وکړم د سعید مخکینیو نیونو هېڅ فرق هم نه دی اچولی.

د ټرمپ اداره به له ښاغلي خان څخه دا غوښتنه هم وکړي چې د شکیل اپرېدي په ګډون په پاکستان کې سیاسي بندیان دې پرېښودل شي. دا اپرېدي وو چې اسامه بن لادن یې امریکایانو ته ښودلی وو.

XS
SM
MD
LG