د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان امریکا ته روان شوی دی


عمران خان په الوتکه کې (پخوانی عکس)

پراګ: د پاکستان وزیراعظم عمران خان له یو لوړپوړي پلاوي سره په درې ورځني رسمي سفر امریکا ته روان شوی دی. په پلاوي کې ځینې وزیران ، د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او د استخباراتي ادارې - ای ایس ای - مشر لفټنټ جنرال فېض حمید هم شامل دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د جولایي پر ۲۲مه نېټه لیده کاته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې له وړاندې څخه امریکا ته تللی وایي وزیراعظم عمران خان به د جولایي پر ۲۲مه نېټه د امریکایي ولسمشر دفتر ته ورځي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو پوهان وايي ، په دې خبرو اترو کې به د دواړو هیوادونو مشران د افغانستان د مسلې تر څنګ نه پر نورو مهمو دوه اړخېزو مسلو هم خبرې کوي.

د پاکستان پخوانی سفیر بېرسټر ذاهد سعید وایي ولسمشر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان به پر یو شمېر مسلو خبرې کوي خو په افغانستان کې د سولې لپاره روانو خبرو اترو ته به پکې خاض پام وشي.

نوموړي د عمران خان او ډونلډ ټرمپ په ملاقات کې د ممکنه موضوعاتو په اړه وویل ، "د امریکا او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ مسله ده، دسیمې امنیت دی، د کشمیر مسله ده، د افغانستان د سولې عمل کې د پاکستان رول ، د ناقانونه پېسو د څار د نړیوالې ادارې - فنانشل اېکشن ټاسک فورس - مسله ده، خو بنیادي مسله به د افغانستان د سولې عمل کې یوه نتیجه راتلل وي، او پر ایران به هم خبرې کوي."

پر سیمه ییزو چارو نظرلرونکې ماریانا بابر وایي پاکستان به غواړي چې امریکا ته خپلې مسلې وړاندې کړي.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، "د دواړو مشرانو دوه ملاقاتونه دي ، لومړی به ولسمشر ټرمپ او عمران خان سره ګوري او بیا به د پوځ مشر جنرال باجوه او عمران خان یو ځای له ولسمشر ټرمپ سره ویني."

د دې په وینا ، پاکستان به امریکایي چارواکو ته خپلې مسلې هم وړاندې کوي چې پکې د ناټو د ګاډیو د پېسو بندولو مسله ده او هم د دواړو ملکونو ترمنځ د سوداګرۍ مسله ده، ځکه چې پاکستان غواړي له امریکا سره سوداګري زیاته کړي، چې دا وخت ډېره کمه ده.

پاکستان دریځ لري چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره سامان وړونکو لاریو یې سړکونه استعمال کړي او د دې لپاره یې د پیسو غوښتنه حق دی.

خو د ماریانا بابر په وینا ، له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره به د لیدو کتو پر مهال د امریکايي ولسمشر ټرمپ زیاته دلچسپي د افغانستان پر مسلو وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې وزیراعظم عمران خان به په خپله درې ورځنۍ دوره کې په واشنګټن کې د یو غونډې پر مهال په امریکا کې مېشتو پاکستانیو وګړو ته وینا هم کوي.

XS
SM
MD
LG