د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې رښتیا احتساب روان دی؟


د پپلز ګوند مشر بلاول بټو او د مسلم لیګ نون مرستیاله مشره مریم نواز
د پپلز ګوند مشر بلاول بټو او د مسلم لیګ نون مرستیاله مشره مریم نواز

پراګ: پاکستان مسلم لیګ نواز او پپلز ګوند وايي ، د عمران خان په مشرۍ کې واکمن د تحریک انصاف حکومت امرانه بڼه خپله کړې ده.

د یادو ګوندونو مشران وايي ، یوازې د دوي پرضد د روانو مقدمو مطلب دا دی چې حکومت له دوي څخه د احتساب په نامه سیاسي انتقام اخلي.

د مسلم لیګ نون ډلې مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي خرم دستګیر خان د جولايي پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې له سیاستوالو سره داسې چلند د جنرال ایوب خان له واکمنۍ پیل شوی وو.

نوموړي وویل چې د عمران خان په مشرۍ اوسنۍ حکومت هم د هغو امریتونو یو بڼه ده چې په لوی شمېر سیاستوال یې نااهله ګرځولي وو.

ده وویل ، “دې اوسني حکومت ته جمهوریت ویل به ډېر لوی زیاتی وي ځکه چې موږ اوس امریت ته ډېر نژدې شوي یو. یو یې د اظهار پر ازادۍ برید کړی دی ، بل یې د عدالتونو پر ججانو برید کړی ، د پارلمان پر واک یې برید کړی دی ، نو چې د ریاست پر یوه یوه ستنه برید کېږي نو هغه ته بیا جمهوریت ویل سمه خبره نه ده”.

د پاکستان پپلز ګوند مخکښ او پخوانی سنېټر تاج حېدر وايي ، د تحریک انصاف د حکومت چلند ځکه داسې دی چې د ده په وینا دا اسټبلشمنټ راوستی دی.

نوموړي وویل ، “په پاکستان کې دوه قوتونه دي. یو اسټبلشمنټ دی او بل عوام دی. نو څوک چې د عوام نمایندګي کوي او د عوام د حق خبره کوي د هغوي به له اسټبلشمنټ سره خامخا جګړه راځي. څرګنده خبره ده چې دوي اسټبلشمنټ را وستي دي. څنګه چې په انتخاباتو کې درغلۍ وشوې او بیا یې جوړې کړې نتیجې اعلان کړې نو دوي خو اسټبلشمنټ راوستي دي”.

د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر او د سیاسي چارو کارپوه سعد محمد خان هم خرم دستګیر او تاج حېدر ته ورته نظر لري.

دی وايي ، په یو ملک کې د احتساب عمل هغه وي چې بې له توپیره له هر چا سره حساب کتاب وشي.

ده وویل ، “ماته خو تر اوسه یو اړخیز احتساب ښکاري ځکه خو په ملک کې خلک پر باور هم نه کوي چې یو اړخیز دی. په اوسنۍ حکومت کې هم داسې خلک شته چې په درغلیو کې لاس لري. د بېلګې په توګه د پېښور د چټک بس پروژه او داسې نور. نو زما په خیال هو اوسمهال حکومت تر احتساب بالاتر دی او د نورو پرضد احتساب روان دی.”

د تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ له غړي سلیم الرحمان څخه مې وپوښتل چې په پاکستان کې خو یوازې پپلز ګوند او مسلم لیګ نواز حکومت نه دی بلکې جنرال ایوب خان ، جنرال ضیاالحق او جنرال پرویز مشرف پکې تر ۳۳ کاله زیات واکمن پاته شوي دي ، د هغوي احتساب ولې نه کوئ؟

سلیم الرحمان وویل ، “امریتونه پاته شوي دي له امریتونو سره جدا حساب کتاب دی خو زیات وخت دې دوو ګوندونو حکومت کړی دی او دوي بې له غلا او درغلیو بل کار نه دی کړی. چې له دوي څه پیسې واخلو نو به له نورو سره هم حساب کوو”.

د یادونې وړ ده چې دا وخت د مسلم لیګ نون ډلې قاید او درې ځله د ملک وزیراعظم پاتی شوی نواز شریف او د پپلز ګوند شریک چرمېن او د ملک پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او د اپوزېشن یو شمېر نور مشران د درغلیو په داسې تورونو کې بندي دي چې دوي یې نه مني.

XS
SM
MD
LG