د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په لوګر کې د ۲۵سله والو د وژلو ادعا کوي


په خوست کې د افغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان په لوګر ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د جولای پر ۱۵مه مازدیګر د مرکز اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د جولای پر ۱۶مه په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لواء قوماندان ډګروال عبدالمتین حسن خېل رسنیو ته وویل، چې د مرکز اړوند د کمال خېلو په سیمه کې وسلوال طالبان راټول شوي ول، چې ورباندې هوايي برید وشو.

نوموړي زیاته کړه: "په کمال خېلو کې چې طالبانو تجمع کړې وه، په هغه ځای باندې هوايي برید وشو، د برید په نتیجه کې تقریباً ۲۵ تنه طالبان چې د دوی مهم قوماندانان هم په کې موجود وژل شوي او تر ۱۳ پورې ټپیان لري."

د ده په وینا چې په دې پېښه کې ملکیانو ته ده اوښتې.

بل لوري ته د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب ستانکزي مشال راډیو ته وویل، چې طالبان د کمال خېلو د جومات مخېته راټول شوي ول، چې ورباندې ډرون برید وشو او درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس وايي، په وژل شویو کې په لوګر کې د طالبانو پوځي مسوول حبیب اخندزاده، یو بل پوځي مسوول مولوي حمیدالله او دریم کس يې نعمت نومیږي، چې د طالبانو د یو ځايي مشر ورور دی.

د ستانکزي په خبره برید ته په نږدې سیمه کې ځینې ملکیان برسیرن ټپیان شوي ول، چې تر درملنې وروسته بېرته کورونو ته ستانه شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکايي ځواکونو د کمال خېلو په سیمه کې په یو جومات بمبار کړی، چې ۲۴ ملکیان په کې وژل شوي او جومات هم نړیدلی دی.

یادې سرچینې په دې ځای کې د طالبانو د شتون یا نشتون په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د پېښور "چرسي تکه" مو کله خوړلې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG