د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: سږکال د ګوزڼ ۳۵پېښې ثبت شوې


په پېښور کې يوې ماشومې ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي

د خېبر پښتونخوا صحت ادارې چارواکي وايي تر اوسه په روان کال کې په ټول پاکستان کې د پوليو وايرس پنځه څلوېښت ناروغان ثبت يا رجسټرډ شوي دي چې ډېر يې په پښتنو سيمو کې دي.

د دې ادارې د ویکسينو په څانګه کې د مطبوعاتو لپاره ټاکل شوي افسر، ډاکټر امتياز علي شاه د جولای په پنځلسمه مشال راډيو ته وويل په دغو کې ۳۵ ناروغان د خېبر پښتونخوا دي. نوموړي زياته کړه دوی ته معلومات رسېدلي چې په ځينو سيمو کې خلکو ويکسين نه دې کړي او د ارزوونو ډلو سره يې دوکه کړې ده.

ځينو خلکو دروغ ويلي چې ماشومانو ته یې ويکسين کړي دي. دا دوی د ځان او خپلو ماشومانو سره زیاتی کوي.
ډاکټر امتياز علي شاه

ډاکټر امتياز علي شاه زياتوي: ((زموږ د ارزوونې دوه لارې دي. د ماشومانو له پلاره پوښتنه کوو چې بچو ته یې ویکسين کړي او کنه. بل موږ بايد د ماشومانو ګوتې وګورو چې رنګ شوي کنه. زموږ ټېمونه تللي دي. په ځينو ځايونو کې ورته خلکو ويلي چې دوی ویکسين کړي او د بچو په ګوتو يې جعلي رنګ وهلی دی. نو دوی زموږ پروګرام سره دوکه کړې.))

د خراب چاپيريال او ناولو اوبو کې پالونکی يو ماشی، د پوليو وايرس خپروي. دا وايرس ماشومانو معذرولی شي چې بيا یې درملنه ممکنه نه ده. پاکستان او افغانستان د نړۍ يوازيني دوه هېوادونه دي چې دا وايرس پکې شته دی. د دې د ختمولو لپاره له پنځوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته په کال کې څو ځل د څاڅکو ورکولو ويکسين کېږي.

د دې ويکسينو کمپاين مخې ته يو بل خنډ هغو مور او پلار هم جوړ کړی چې په خپلو ځايونو کې د سهولتونو د نشتوالي له وجې يې بايکاټ کړی. په دغو کې يو د شمالي وزيرستان د واړه دته خېل کلي مشر، سخي رحمان دی. هغه وايي د جګړو او پوځي عملياتو له وجې کډه شوي خلک چې راستانه شول نو د ویکسينو نه کولو پرېکړه یې وکړه.

هغه رنګ چې ويکسين شوو ماشومانو ته لګول کېږي
هغه رنګ چې ويکسين شوو ماشومانو ته لګول کېږي

سخي رحمان د جولای په پنځلسمه مشال راډيو ته وويل: ((موږ ته حکومت ويلي وو چې ستاسو په ځای کې بجلي، سړکونه او تعليمي ادارې جوړې دي. راځئ. موږ چې ورغلو، زموږ په ځای کې دا يو شی هم نه وو. نو بس موږ وويل چې تر څو راته حکومت دا شيان برابر نه کړي تر هغه یې د ويکسينو د کمپاين او بل هر کار بايکاټ کوو. همکاري ورسره نه کوو.))

په واړه دته خېل کلي کې د ماشومانو شمېر له سلو کم دی خو د پوليو بايکاټ يې ځکه چارواکي اندېښمن کړي چې که په يو ماشوم کې وايرس ښکاره شي نو بيا دا د هوا له لارې نورو ځايونو ته رسېږي.

د خېبر پښتونخوا د صحت څانګې چارواکو مشال راډيو ته وويل دوی د دغسي خلکو د پوهولو لپاره کار کوي چې ورته ووايي چې د يوې حکومتي ادارې مسله بايد د بلې سره ونه تړي او په دې توګه دې خپل زيان نه کوي.

XS
SM
MD
LG