د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان خبریالان وايي ورته ګواښونه زیات شوي


افغان خبریالان له یوې مودې راهیسې د ګواښونو خبره کوي
افغان خبریالان له یوې مودې راهیسې د ګواښونو خبره کوي

کابل - د جولای پر ۱۳مه، په پکتیا کې د یوې راډیو د خبریال مړي موندل کېدو د د نورو افغان خبریالانو اندېښنې هم پارولې دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، وسله والې ډلې د ځینو حقایقو د پټولو لپاره افغان خبریالان په نښه کوي.

یو خبریال محمد یوسف د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل: د خبریالانو د وژنو او ځورونو "تر ټولو مهم لامل دا دی چې وسله والې ډلې، یا هغه کړۍ چې په جګړه کې ښکېلې دي، نه غواړي چې حقایق روښانه شي او د همدې لپاره هڅه کوي چې د خبریالانو په وژلو او ګواښلو د حقایقو مخه ونیسي."

بل خبریال ممتاز بهیر وايي: "د غیر مسوولو ډلو موجودیت هم خبریالانو ته لوی ګواښ جوړ کړی. په داسې یو حالت کې کار کول ډېر ستونزمن دي. هره ورځ موږ وینو چې خبریالان وژل کېږي یا ټپي کېږي او سپکاوی یې کېږي، خو په خواشینۍ سره چې حکومت تراوسه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره څه نه دي کړي."

د خبریالانو د نه خوندیتوب مسله د یو شمېر افغان خبریالانو له خوا داسې مهال مطرح کېږي چې په د جولای ۱۲مې پر ماښام د پکتیا په ګردېز کې خبريال نادر شاه صاحبزاده وسله والو وتښتاوه او د جولای پر ۱۳مه یې سهار مړی وموندل شو.

صاحبزاده په چاقوګانو وهل شوی وو.

په پکتیا کې وژل شوی خبریال نادر شاه صاحبزاده
په پکتیا کې وژل شوی خبریال نادر شاه صاحبزاده

د نوموړي د تښتولو او وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د صاحبزاده په ګډون، د ۲۰۱۹ز کال له پیل راهیسې اووه افغان خبریالان نامعلومه کسانو وژلي دي.

وسله والو طالبانو روانه میاشت یو شمېر افغان رسنیو ته خبرداری ورکړ چې که پر ضد یې د سوداګریزو خبرتیاو له خپرولو ډډه و نه کړه نو په نښه به یې کړي.

خو خبریالان وايي، د رسنیو مالکان هغه اعلانونه د پيسو په بدل کې خپروي چې دوی په کې هېڅ ډول ونډه نه لري او باید قرباني نه شي.

د طالبانو تر ګواښ وروسته ځينو رسنیو یاد اعلانونه بند کړي دي.

په عین وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه وايي، په پکتیا کې د افغان خبریال د وژل کېدو په تړاو څېړنې روانې دي او وروسته به څرګنده شي چې دا د وسله والو طالبانو له ورستي ګواښ سره اړېکه لري او که نه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو د ګواښ پر وړاندې د خبریالانو او د رسنیو د خوندیتوب لپاره بحثونه روان دي او لازمه پرېکړه به وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د امنیتي سرتېرو له لوري هم پر خبریالانو د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي چې پکې تازه یې د تېرې جمعې هعغ ده چې یوه ډله خبریالان د افغان – ترک ښوونځیو د زده کوونکو د احتجاج د خبري پوښښ پر مهال د پولیسو له بد چلند سره مخامخ شول او ووهل شول.

XS
SM
MD
LG