د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر لومړنۍ ښځینه کاندیده


ناهید اپریدی د عوامي نېشنل ګوند په ټکټ د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ پر چوکۍ پي کې۱۰۶ کاندیده ده. هغه وایي کور په کور ګرځي او پر سړیو سربېره ښځو ته هم خپل پېغام رسوي.

ناهید وایي ډېرې ښځې ورته ښه راغلاست وایي او خوشحالیږي چې په لومړي وار یوه ښځه انتخاباتو ته ولاړه ده، خو لا هم په ټولنه کې د یوې ښځې لپاره انتخابي مهم چلول یو اسانه کار نه دې.

ناهید رحمان اپریدی په فلسفه کې ماسټري لري او پلار نیکه یې په خدایي خدمتګار تحریک کې وو. هغهوایي د کورنۍ له اړخه سیاست ته پهراتګ کې څه مسله نه لري البته په ټولنه کې لا هم له داسې خبرو سره مخامخیږي چې ګنې یوه ښځه ولې عامې چوکۍ ته ولاړه ده.

دا پروګرام تاسو د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تاندې-هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG