د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجرانو نن په ټول پاکستان کې کاربندیز کړی دی


د نويو ټېکسونو پرضد په اسلام اباد کې کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د نويو ټېکسونو پرضد په اسلام اباد کې کاربندیز

په پاکستان کي د تاجرانو د تنظیمونولخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد په ټول ملک کې کاربندیز شوی دی.

د دې هړتال اعلان د ال پاکستان انجمن تاجران مشر اجمل بلوڅ د جولايي پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال وکړ.

په خیبر پښتونخوا ، سیند ، پنجاب ، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې کاروباري مرکزونه بند دي او په بازارونو کې د ټېکسونو پرضد بېنرې لګول شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون په مردان، ډېره اسماعیل خان، بنو ، چارسده ، نوښار ، سوات ، دیر، سکردو او نورو زیاتره سیمو کې تاجرانو په یوه خوله کاروباري مرکزونه او دکانونه تړلي دي.

د مومند قبایلي ضلعې په ګډون په نورو ورته سیمو کې هم دکانونه، هوټلونه او د کاروبار ټول ځایونه تړل شوي دي او احتجاجي مظاهرې شوې دي.
د ملک د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم د ګرانۍ او نویو لګول شوو ټیکسونو پرضد کاربندیز شوی دی.

د نويو ټېکسونو لګېدو پرضد په مومندو کې مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

د مرکزي انجمن تاجران بلوچستان په غوښتنه په کوټه او د صوبې په نورو برخو کې دکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار او د سیند صوبې مرکز کراچۍ کې د کاربندیز په اړه تاجران په دوو ډلو وېشل شوي دي خو د کراچۍ صرافانو او د کرنسۍ کارکوونکو د کاربندیز ملاتړ اعلان کړی دی.

بل پلو د اسلام اباد او راولپنډۍ د تاجرانو تنظميونو هم نن د هړتال اعلان کړی دی او دهړکه يې ورکړې ده چې که حکومت يې غوښتنې ونه منلې نو په راتلونکو ورځو کې به د پارلمان مخې ته په ډي چوک کې مظاهره کوي.

د پاکستان د امدن ټولولو ادارې - ایف بي ار -مشر شبر زیدي وايي ځینې ډلې د خپلو ګټو لپاره په ولس کې ګنګوسې خپروي.

ده ویلي ،دا خبره غلطه ده چې حکومت پر اوړو ، سوجي ، میده او نورو داسې خوراکي شیانو ټیکس لګولی دی.

نوموړي ویلي چې حکومت به داسې هیڅ پرېکړه نه کوي چې له کبله یې صنعتونو او يا تاجرانو ته زیان ورسي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې نوي بجټ د ژوند له بېلا بېلو اړخونو سره د تړلو خلکو احتجاجونه را پارولي دي.

په دې کې تر ډېره د احتجاجیانو نیوکې او ګیله د تحریک انصاف په مشرۍ له نوي ایتلافي حکومت څخه ده چې د کاروباري طبقې په وینا د ټېکسونو تر یوه درانه بوج لاندې هډو سره نه شي پورته کولی خو اوسنی حکومت بیا د دې پړه پر پخوانیو حکومتونو اچوي چې هېواد یې څه نا څه ۳۰ زره اربه روپۍ پوروی کړی دی. خو د پورونو شمېرې او حسابداري داسې نه ده لکه اوسنی حکومت چې یې ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG