د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان د افغان کرېکټ لوبډلمشر شو


راشد خان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کرکټر راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فصلي نن د جمعې په ورځ د یوه خبري ناستې په ترڅ کې راشدخان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درېوو فارمټونو «ټېسټ، یو ورځنیو او ۲۰ اووریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر په توګه اعلان کړ.

راشد خان د کرکټ بورډ له مشرتابه او غوراوي کمېټې نه مننه وکړه چې پر ده یې باور وکړ او نوموړی یې لوبډل‌مشر وټاکه.

نوموړي ډاډ ورکړ چې کوښښ به کوي د افغانستان د سرلوړۍ او بریا لپاره تر خپلې وسې هڅې کوي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډل‌مشر اصغر افغان د نوموړي سره د مرستیال لوبډل‌مشر په توګه ټاکل شوی دی.

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د غلام مصطفا مېنګل هنر
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG