د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې ته تلونکي اورګاډي ټکر خوړلی، ۲۳ تنه مړه


پاکستان کې د اور ګاډو ټکر، ۱۱ مړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:45 0:00

پاکستان کې د اور ګاډو ټکر، ۲۳ مړه

د بلوچستان مرکز کوټې ته پر لار اورګاډی سفر اکبر اېکسپرېس د جنوبي پنجاب له صادق اباد سره نېږدې له یوه مال وړونکي رېل-ګاډي سره جنګېدلی چې پکې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي.

د پنجاب صوبې جنوبي برخې د رحیم یار خان پولیسو مشر عمر سلامت د پاکستان سرکاري ریډیو ته ویلي، چې پېښه نن سهار له صادق اباد سره نېږدې په والهار سیمه کې شوې او ژغورندویان له اورګاډی مړي او ژوبل کسان راباسي.

دا په پاکستان کې په تيره يوه مياشت کې د اور ګاډي دوهمه پيښه ده.

تر دې مخکې د جون په ۲۰مه له حيدر اباد سره نېږدې د اورګاډي په پېښه کې درې کسان وژل شوي ول.

پاکستان ته د ټرېن سیسټم د بریتانوي امپراتورۍ څخه ورپاته دی چې د هېواد په لر او بر کې یې په زرګونه کلومیټره پټړۍ غځېدلې ده خو په کلني بجټ کې د کمې برخې، درغلۍ او نه رغولو او مرمت له کبله بیا بیا د اورګاډو پېښې کېږي.

XS
SM
MD
LG