د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت او اپوزېشن ناندرۍ


پخوانی تصوير: د ځينو اپوزېشن ګوندونو مشران
پخوانی تصوير: د ځينو اپوزېشن ګوندونو مشران

اپوزېشن ګوندونو د پاکستان تحريک انصاف پر حکومت يو ځل بيا تور پورې کړی چې د جمهوريت خلاف د سازش په کولو سره مخالف سياستوال خاموشه کوي.

د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د جولای په اتمه په سند کې د خپل ګوند يوې غونډې ته په خبرو کې ادعا وکړه چې حکومت په خپل واک کې نه دی.

هغه زياته کړه: ((هر پوځي دا سوګند پورته کوي چې هيڅکله به د ملک په سياست کې ګوتې نه وهي خو تاسو وواياست چې ایا دوی د ملک په سیاست کې مداخلت نه کوي؟ايا د پردې شاته دا ټول سازشونه نه کوي؟ په داسې حالت کې همدا خلک د عدم مفاهمت ذمه وار هم دي. داسې يو داسې حکومت چې ماشومانو ته هم پته ده چې چا او څنګه راوست، ولس ته د منلو نه دی. دا يو لاس پوڅی حکومت دی.))

د داسې پاکستان لپاره مبارزه کوو چې هره اداره پکې د آيين په حدونو کې کارو وکړي.
بلاول بوټو زرداري

اپوزېشن ګوندونه د وزيراعظم عمران خان حکومت د پوځ سره نیزدي بولي خو حکومتي چارواکي وايي د پوځ او ملکي ادارو ترمنځ ښې اړيکې د ملک لپاره ښې دي. د پاکستان پوځ تل په سياست کې د مداخلې تورونه بې بنياده بللي او دريځ لري چې د دوی کار امنيت ساتل دي.

د پيپلز ګوند شريک مشر بلاول بوټو زرداري د جولای په اتمه په دير کې يوې جلسې ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت منتخب نه بلکې غوره شوی دی. ((دا څه رقم جمهوریت دی؟ دا څه رقم ازادي ده؟ موږ به د داسې پاکستان لپاره مبارزه کوو چې مساوات پکې وي. داسې پاکستان چې ټولې صوبې پکې يو شان وي.))

اپوزېشن سياستوال پر حکومت دا تورونه له دې کبله پورې کوي چې د مسلم لېګ (ن) قايد او پخوانی وزیر اعظم نوازشريف، د پيپلز پارټۍ شريک مشر او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او همداراز ګڼ نور لوړپوړي سياستوال د درغليوو په کېسونو کې بنديان دي.

د مسلم لېګ (ن) يو مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې دا هر څه د يو سازش له مخې کېږي. هغه زياتوي: ((د دې حکومت د اقتدار حقیقت خلکو ته معلوم شوی. د احتساب عدالتونو مقدمو حقیقت هم څرګند شوی دی. کوم ملک کې چې آيين تر پښو لاندې شي او له خبريالانو قلم واخیستل شي، هغه ملک نه شي چلېدلی. اوس هم وخت دی چې دا ملک د آيين مطابق وچلول شي. بايد پارليمان ملک وچلوي.))

اپوزېشن سياستوال د درغليوو له مقدمو په وېره کې دي. دوی له همدې وجې شور جوړ کړی دی
شهزاد اکبر

خو حکومتي چارواکي دا ټول الزامونه بې بنسټه بولي. د وزيراعظم عمران خان سلاکار، شهزاد اکبر په اسلام اباد کې د جولای په اتمه په خبري غونډه کې وويل چې اپوزېشن سياستوال د درغليوو په مقدمو کې ځانونه خلاصول غواړي. ((درې څلور ګوندونه دي چې د يوې خاصې بيانیې سره يې حملې شروع کړي دي. دوی په نظرياتي ډول سره يو نه دي. څوک ملایان دي او څوک سيکولر. خو د دوی د يو ځای کېدو وجه درغلې ده. لوټمار يې د يو ځای کېدو سبب دی. همدا يو داسې ټکی دی چې دوی ټول یې سره يو ځای کړي دي.))

اپوزېشن سياستوالو د جولای پنځه ویشتم تاريخ له دې کبله د تورې ورځې په توګه د لمانځلو پرېکړه کړې چې تېر کال پر دغه ورځ،تحريک انصاف ټاکنې وګټلې.

XS
SM
MD
LG