د لاسرسي ځای

تازه خبر

شنونکي د قطر مذاکرات سولې ته ګټور بولي


دوحه کې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې

پراګ ـ افغان کارپوهان په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ګټورې بولي. دوی وايي، دا یو ښه فرصت دی او په افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هوارولی شي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې د جولای پر اوومه پیل شوې چې تر اتمې نېټې پورې به دوام وکړي.

له کله چې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شوي دا دريم ځل دی چې طالب استازي او افغان سياستوالان، فعالان او پخواني چارواکي سره ناسته کوي.

تېرې دوه ناستې د روان کال په فبرورۍ او مې مياشتو کې په مسکو کې شوې وې.

خو د جرمني او قطر په کوربتوب په دوحه کې روانه ناسته په داسې حال کې کېږي چې په عين حال کې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ خبرې اترې هم دوام لري.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د بين الافغاني خبرو تر پېلېدو يوه ورځ له مخه ياني د جولای پر شپږمه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل چې تر بل هروخت يې دا ځل په خبرو کې مهم پرمختګ کړی دی.

د سياسي چارو افغان پوه مشتاق رحيم د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې دې مهم پرمختګ ته په پام سره وايي، دا ډېره مناسبه موقع ده چې طالبان او افغان پلاوی مذاکرات سره وکړي.

د ده په خبره، په داسې حال کې چې امريکا او طالبانو په خبرو کې مهم پرمختګ کړی دی نو بايد اوس د طالبانو په حکومت کې د شاملېدو او د راتلونکي نظام په اړه له افغان پلاوي سره خبرې وشي.

دپه تېر اپريل مياشت کې په دوحه کې د طالبانو او افغان ډلې ترمنځ کېدونکې خبرې اترې په افغان پلاوي کې د زيات شمېر کسانو د ګډون له کبله وځنډېدې.

خوشال خليل د سياسي چارو پوه دی، هغه وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو اترو ته د مشروعيت ورکولو لپاره د افغانانو ترمنځ د دوحې ناسته جوړه شوې ده.

د ده په خبره چې دا د نړيوالو او سیمه یيزو هېوادونو ته تر جوړ جاړۍ له مخه د مشروعيت پيغام ورکول دي.

طالبانو له امريکا او افغانانو سره څو څو وارې خبرې کړي خو له افغان حکومت سره يې له مذاکراتو په وار وار انکار کړی دی.

ټول لورې دا کوشش کوي چې طالبان له افغان حکومت سره رسمي خبرو ته کښېنوي.

مشتاق رحيم ته د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې لوی خنډ هم دا ښکاري.

د ده په خبره، افغان حکومت رسمي حیثیت لري او بايد طالبان له رسمي ادرس سره خبرې اترې وکړې.

د ده په فکر، ښايي د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پر دې موضوع څه خاص پرمختګ ونشي.

د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات به د جولای پر اتمه پای ته ورسېږي البته د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې به دوام ولري.

زلمي خليلزاد او د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، د دوی ترمنځ به درېدلي خبرې اترې د جولای پر نهمه بيا پیل شي.

XS
SM
MD
LG