د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پوهنتون یو استاد داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو


کابل ـ د افغانستان ملي امنیت ادارې د کابل پوهنتون یو بل استاد هم د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش سره د اړیکو درلودلو په تور ونیوو.

د ملي امنیت د عمومي ریاست په اعلامیه کې چې د جولای پر اوومه خپره شوې راغلي چې د کابل پوهنتون استاد مبشر مسلمیار او د داعش د ډلې د ځوانانو د جلب او جذب مسوول د دغه پوهنتون د دوو فارغو شویو محصلینو سره په دې وروستیو کې نیول شوی دی.

په اعلامیه کې د کابل پوهنتون د دوو نورو استادانو مولوي ظاهر داعي او محمد معروف راسخ د نیول کېدو په اړه هم معلومات وړاندې شوي او ویل شوي چې د درو نویو نیول شویو کسانو د اعتراف په اساس ښاغلي داعي او راسخ داعش ډلې ته ځوانان جلب او جذبول.

د افغانستان د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي، نوموړو لومړی ځوانان او د پوهنتون محصلان سلفیت او له دې لارې د داعش ترورېستي ډلې ته جذبول، له دغو نیول شویو یو کس چې درې کاله مخکې د دغو استادانو په ذریعه داعش ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته استول شوی وو، څرګندونې را اخیستي چې مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل ډېری زده کوونکي په دوامداره توګه ننګرهار ولایت ته تللي او د داعش په ډله کې يې فعالیت کاوه.

د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش مشال راډیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي چې ګوندې نیول شوي کسان پر دوی پورې اړه لري او که نه؟

XS
SM
MD
LG