د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۷۵ تنه نیولي


په ننګرهار کې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي کسان.
په ننګرهار کې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوي کسان.

د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د تېرې يوې نېمې میاشتې په جریان کې د بېلابېلو ترهګري او جنايي جرمونو په تړاو یو سل او پینځه اویا تنه مجرمین نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

د ننګرهار چارواکو په بېلابېلو ترهه ګریزو او جنايي جرمونو کې ککړ يو شمېر نیول شوي کسان د جولای په شپږمه نېټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې جوړ شوی و، رسنیو ته وښودل.


په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز خبریالانو ته وویل "په ټولو قضیو کې موږ ۱۷۵ کسان نيولي او د قانون منګلولو ته مو سپارلي دي. په دې قضیو کې یو زر او یوولس ګرامه ګرامه مخدره مواد دي چې چرس، تاریاک، اپین او نور ۲۲ عرادي بېلابېل وسایط دي چې هم د مخدره موادو په قضیو کې، هم د ترهه ګریزو فعالیتونو په قضیو کې او هم د انسان تښتونې او غلا پّ قضیو کې دا وسایط موږ نيولي دي."

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د امینه قوماندانۍ اړوند پولیسو له هغو دريو تنو يو تن نیولي چې د بېلابېلو امنیتي ادارو سره په دندو بوخت او له دولتي موقف څخه په ګټې اخیستنې یې غلاوي کولې.


ده وویل " د پټرول پمپونو يو تن مالک غوښتل چې خپلې پیسې جلال اباد ښار ته رانتقال کړي. درې تنو چې د بېلابېلو امنیتي ارګانونو پورې يې تړاو درلود، غوښتل يې چې دا پیسې غلا کړي او موټر هم اختطاف کړي، د بهسود ولسوالۍ اړوند د امنیه قوماندانۍ پولیسو لخوا نیول شوي دي. یعنې هدف مې دا دی چې زموږ مبارزه په داخل د سیستم کې او له سیستم نه بېرون د هر نوع فساد او جرم پر وړاندې دوام لري."

دی زیاتوي چې امنیه قوماندانۍ د تېرو دوه میاشتو په دوران کې یوه خاصه قطعه د جلال اباد ښار د عمومي دروازو لپاره روزلې چې د جولای له اومې نېټې به د دې قعطې سربازان په بېلابېلو موقعیتونو کې په دندو وګمارل شي چې ورسره به د ښار په امنیت کې تر ډېره ښه والی راشي.

XS
SM
MD
LG