د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پاکستان او بنګلادېش سیالي ده


له بنګلادېش سره سیالي د پاکستان لپاره خورا مهمه ده
له بنګلادېش سره سیالي د پاکستان لپاره خورا مهمه ده

د جولای پر پېنځمه، د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د پاکستان او بنګلادېش لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د جولای د څلورمې نېټې په لوبه کې وېسټ انډیز، افغانستان ته په ۲۳ منډو ماته ورکړه.

لومړی بیټېنګ وېسټ انډیز وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې ۳۱۱ منډې وکړې.

وروسته چې افغان لوبډلې بیټېنګ پیل کړ نو کپتان ګلبدین نایب ژر وسوځېد خو رحمت شاه او اکرام عليخېل دواړو تر ۲۷م اور پورې بیټېنګ وکړ.

دواړو په نړیوال جام کې په لومړي ځل ۵۰، ۵۰ منډې جوړې کړې.

په ۳۶م اور کې چې افغان لوبډلې ۱۸۹ منډې جوړې کړې وې، عليخېل او ورپسې سمدستي نجیب ځدراڼ وسوځېدل او بیا پسې نور لوبغاړي هم ژر وسوځېدل.

د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۵۰ اورونو کې پر ۲۸۸ منډو وسوځېدل.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د مې پر ۳۰مه پیل شوې دي او د جولای پر ۱۴مه به یې پایلوبه وي.

تر اوسه اسټرالیا، هند او انګلستان د نیمه پایلوبو پړاو ته داخل شوي او نیو زیلینډ هم له پاکستانه زیاتې نمرې یا پواینټونه لري.

له بنګلادېش سره د پاکستان د سیالۍ نتیجه به وښيي چې ایا هغه هېواد نیمه پایلوبې ته د رسېدو چانس لري که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG