د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خوست تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ ته کار نه دی شوی'


د خوست د تریزیو او علي شېرو د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په تېرو کلونو کې دوی ته د بیارغونې په برخه کې کار نه دی شوی او په هره برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی په ځانګړي ډول د روغتیا، کارموندنې او کرنې په برخو کې د افغان حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.

دوی دا غوښتنې نن د پنجشنبې په ورځ په یاده ولسوالۍ کې د خوست د ملکي او پوځي چارواکو او د سکټوري ادارو د مشرانو ورغلي پلاوي سره شریکې کړې.

تریزي او علي شیر د خوست شمال لویدیز لوري کې نسبتاً پراخه ولسوالي ده، چې له کورمې او شمالي وزیرستان سره په اوږدو ګډه پوله لري.

د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالي چې پخوا له نا امنو ولسوالیو څخه وه او د بیارغونې لازم کارونه په کې نه دي ترسره شوي، پدې وروستیو کې يې امن ښه شوی او اوسیدونکي يې د ژوند په هره برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه لري.

د تریزیو یو قومي مشر حاجي مختارالدین جلالزوی په یاده ولسوالۍ کې مشال راډیو سره د خلکو ځینې ستونزې او غوښتنې داسې شریکې کړې:

((دغه پاکستان سره په سرحد پرته ولسوالي ده، د خلکو ستونزې ډېرې دي، دلته زراعت کمزوری دی او دې لپاره چې یو مسلکي زراعت دود شي، باید پاملرنه ورته وشي، دې لپاره د ویالو، سربندونو او استنادي دیوالونو ته يې اړتیا ده، دلته اظافي کلینکونو باید جوړ شي، په تریزیو کې اوس یو نوی کلینک جوړ شوی، نو دې لپاره دې مسلکي ډاکټر او سټاف وګماري، تر څو د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.))

د خوست ځايي ادارې دې لپاره چې د تریزیو او علي شیرو د اوسیدونکو غوښتنې په سمه توګه واوري او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې ورسره د پروژو ژمنې ورکړي، دا ځل يې د خوست د ټولو ادارو په ځانګړي ډول د سکټوري ادارو مشران هلته بیولي ول او د سیمه والو سره ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې.

د لنډرو د سیمې اوسیدونکي ځدراڼ حاجي هم وايي، دوی ته مخکې کار نه دی شوی او اړتیاوې يې بیخي ډېرې دي.

دده په وینا چې بټۍ سیمې ته غځیدلی سړک خراب دی، دا چې د خوست د ډېریو سیمې اوبه پر دې ورځي، نو د سیلابونو په وخت کې ورڅخه کرنیزې ځمکې خرابوي، د ویالو سربندونه خام دي او لږې اوبه يې هم زیانمنوي.

پدې ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې د علي شیرو خوړ له یو بل بیلې کړي او په باراني موسم کې ورباندې تګ او راتګ ستونزمن وي.

د کبیرګل په نوم د ابوخانې اوسیدونکی وايي، تر څلور سوه پورې د دوی زده کوونکي دلته په لیسه کې زده کړې کوي، خو کله چې خوړ راووځي، نو دوی نږدې لاره نه لري او ان د تریزیو د زیړۍ غونډۍ په لاره کلي ته راتاویږي.

دی هیله کوي، چې کلي ته يې نږدې پل وتړل شي.

که څه هم بیکاري په هېواد شموله ستونزو کې راځي، خو د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ په ګډون د خوست هغو سیمو کې چې مخکې له جګړو زیانمنې وې، دا ستونزه په کې ډېره ده.

د بلاوټ کلي یو اوسیدونکی حاجي عبدالمحمد وايي، چې نه لوستو کسانو ته کار شته او نه نا لوستو ته.

د خوست تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د اوسیدونکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو لپاره د نورو چارواکو تر څنګ په خپله خوست والي محمدحلیم فدايي هم ورغلی وو.

نوموړي د سیمه والو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ويې ویل، چې رئیسانو ته يې دنده وسپارله، تر څو د همدې سیمې د اوسیدونکو غوښتنو ته په کتو عملیاتي پلانونه جوړ او د ولایت سکټوري مجلس ته يې وړاندې کړي.

ښاغلي فدايي وړاندې وویل:

((د علي شیرو او تریزیو د اوسیدونکو ستونزې ټولې معقولې او داسې دي چې باید حل تر څو دوی تر څو د اقتصادي پلوه خصوصاً د زراعت له لارې په پېښو باندې ودریږی، د دې تر څنګ مو د دوی ټولې غوښتنې هم واوریدې، هم مو راټولې کړې او هم مو رئیسانو ته دنده وسپارله چې د دې پر بنسټ هغوی خپل عملیاتي پلانونه جوړ ا و دغه غوښتنې په سکټوري جلسو او همدارنګه د ولایت په انکشافي پلان او کمیټه کې شاملې تر څو موږ د هغې لپاره د پیسو په لټه کې شو.))

خوست والي زیاته کړه، تر راتلونکو دوه اونیو پورې به د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ د اوسیدونکو لپاره درې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژې پیل شي او همدارنګه به دوی ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ځینو نورو پروژو قراردادونه هم لاسلیک شي.

پدې ورځ د افغان حکومت له بودجې څخه د یولس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د خوست د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د ابوخانې په کلي کې د یو دوه پوړیز جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه، چې د چارواکو په وینا ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG