د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د پېښور له دوو رباب غږوونکو هنرمندانو وقار اتل او شهزاد علي سلطاني سره خبرې کړې دي.
دوی ځوانان دي او د پېښور په صدر بازار کې يې د "هنر ميوزک اکاډمي" په نوم د موسيقۍ د زده کړو د يوه مرکز جوړولو هڅې پيل کړې دي.
سلطاني د رباب ترڅنګ سرود هم غږوي. نوموړی په پاکستان کې دويم کس دی چې دغه ساز يې زده دی.
اتل بيا د بالاما په نوم يوه ترکۍ اله هم غږولای شي او په يو شمېر پښتو سندرو کې يې دغه ساز کارولی دی.
دواړه هنرمندان غواړي چې د سيمې له ځوانانو سره د موسيقۍ د زده کړې په چارو کې مرسته وکړي.
په خپرونه کې د دوی خبرې او د وقار اتل د رباب څو نغمې اورېدلای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:37:52
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.