د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر او جرمني بین‌الافغاني خبرو کوربانه دي: خلیلزاد


د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې جرمني او قطر به په ګډه د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو د بین‌الافغاني خبرو کوربانه وي.

نوموړي د جرمني او قطر مننه وکړه چې د بین‌الافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربه‌توب چارې يې پر غاړه اخیستي.

زلمي خليلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د قطر په دوحه کې د جولای پر اوومه او اتمه کېدونکې بین‌الافغاني ډیالوګ کنفرانس د سولې چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان سولې د پروسې پرمختګ لپاره مهم ګام دی. د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې څلور ټکي مطرح وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه‌ کارېدل، له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې او اوربند.

په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د افغانانو ترمنځ کېدونکي کنفرانس ته خوشبیني څرګنده کړې ده، افغان حکومت هم وايي چې طالبان باید د سولې لپاره له هغه فرصته چې نه‌ یوازې افغانانو، بلکې نړيوالو ورته برابر کړی، استفاده وکړي او د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جګړې يوازنۍ حل لاره دا ده چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته کښېني او د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، د افغانستان حکومت لپاره د سولې پروسه یوه مهمه هغه ده، ولسمشر ته دا مهم لومړيتوب دی، د افغانستان حکومت، خلک او متحدین‌ یې ټول په ګډه کار کوي چې جګړه ختمه شي، که طالبان دا جګړه نه‌ ختموي او پلمې لټوي، پر ملکي اهدافو حملې کوي، نو دا همدا ښيي چې دوی سولې ته اعتنا او چمتووالی نه‌ لري.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې وسله‌والو طالبانو پر یوه مهمه سیمه حمله وکړه چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنیت ریاست او دفاع وزارت ته نږدې پرته ده.

کابل کې په نننۍ موټر بمب او ډله‌ییزه حمله کې ۳ تنه وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبره، په دغه حمله کې یې د دفاع وزارت منسوبینو ته درانه تلفات او زیانونه اړولي دي خو د افغان چارواکو په وینا، وسله‌والو مخالفانو ملکي کسان په نښه کړي او د خلکو له کورونو یې استفاده کړې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وويل چې په دې برید کې چې د ده په خبره هدف‌ يې ولسي وګړي وو، د یوه کوچني په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي او دوه سرتېري د سختدريځو پر وړاندي د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

په کابل کې د دوشنبې په برید کې ۱۰۵ تنه ژوبل شوي ول چې ۵۰ یې د یوه ښوونځي ماشومان زده کوونکي ول.

د کابل تر برید یوه ورځ مخکې د کندهار پر معروف ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون اته کارکوونکي ووژل شول.

د کندهار د امنیه قوماندان په وینا، په برید کې ۱۵۷ سرتېري ټپیان شول.

د معروف په جګړه کې د څلورو ځانمرګو بریدګرو په ګډون د ۲۱ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شو.

په کابل کې برید په داسې حال کې شوی چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره اووم پړاو خبرې پیل کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان به له افغانانو سره هغه مهال خبرې پیلوي چې د بهرنیو شاهدانو په حضور کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي، خو ده زیاته کړې چې له افغان حکومت سره به د حکومت په توګه خبرې نه‌کېږي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد له طالبانو غوښتي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت دې له لاسه نه‌ ورکوي او افغانان دې نور نه‌ وژني.

ده وويل، طالب زندانيان چې خوشې شول، دا د چا صلاحیت و؟ دا نه د مدني ټولنې صلاحیت دی او نه هم د سیاستوالو، دا د افغانستان د محکمې، لويې څارنوالۍ او ولسمشر صلاحیت دی چې په فرمان‌یې زر تنه بنديان خوشې شول، که موږ غواړو اساسي حل لاره پیدا کړو چې په افغانستان کې دايمي سوله او ثبات تأمین کړي، نو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د دوو اړخونو چې د افغانستان دولت او طالبان دي، ترمنځ مستقیمې خبرې پیل شي.

شااوخوا درې اوونۍ مخکې ولسمشر غني د ۹۰۰ طالب زندانيانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د امريکا او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې لپاره د اووم پړاو خبرو تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته په سفر کې هیله څرګنده کړې وه چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې یعنې په شااوخوا دوو میاشتو کې به د سولې یو تړون وشي.

پامپیو د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې سولې ته هیله‌مند دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکلاس کې تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې وويل چې طالبان باید ومني چې دوی له افغان حکومت او نورو افغانانو سره خبرو ته اړتيا لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې ويلي وو چې په افغانستان کې د سولې او ثبات بې‌ساری فرصت رامنځته شوی او د سولې لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG