د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتان کې یوه کس د خپلې کورنۍ نهه تنه وژلي


د پاکستان په پنجاب صوبه کې یوه کس خپله مېرمن، دوه زامن او د کورنۍ شپږ نور غړي په ډزو وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي. محمد اجمل ویلي دي چې دغه کار یې پرون په دې خاطر کړی دی چې میرمن یې له یوه بل کس سره "ناروا اړیکې" درلودې.

د ملتان ښار پولیسو ویلي دي چې اجمل یو درزي دی، په سعودي عرب کې یې کار کاوه او ٢٥ ورځې مخکې د خپلې کورنۍ د غړو د وژنې په نیت پاکستان ته تللی وو.

د ملتان ښار د پولیسو یو مشر عمران محمود ويلي، "دا یو څرگند ناموسي قتل دی. هغه د خپلې مېرمنې عکس له یو بل نارینه سره لیدلی و او فکر یې کاوه چې ورسره نامشروع اړیکې لري".

چارواکي وایي چې اجمل پخپله کړنه پښېمانه دی. د ورور درې ښځې، د هغوی دوه زامن او د اجمل خواښې هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

اجمل او پلار یې چې د پیښې پر وخت له هغه سره وو، پولیسو نیولي دي او دواړو په خپل جرم اعتراف کړی دی. پولیس د اجمل د ورور نیولو هڅه کوي چې گمان کېږي په دې جرم کې شریک دی.

د بشري حقونو د سازمانونو د معلوماتو پر بنسټ هر کال په سلگونو پاکستانۍ ښځې او نجونې د ناموس د ساتنې په نامه د خپلو کورنیو د غړیو له خوا وژل کیږي.

ټاکل شوې چې پاکستان د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي اړوند قضیو د پلټنو لپاره ١١٦ نوي عدالتونه جوړ کړي.

د تامسن رویټرز بنسټ د تیر کال سروې له مخې پاکستان د ښځو لپاره د نړۍ د١٠ خطرناکو هیوادونو له ډلې څخه دی.

XS
SM
MD
LG