د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بريد سربېره، حکومت طالبانو سره مذاکرات غواړي


د سولې عالي شورا وياند، غفور اجمد جاويد
د سولې عالي شورا وياند، غفور اجمد جاويد

د افغانستان سولې عالي شورا وياند، غفور احمد جاويد د جولای په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د طالبانو دا دريځ غلط دی چې وايي افغان حکومت ځکه خبرې نه کوي چې د فېصلو د عملي کولو واک نه لري.

هغه زياتوي: ((په واړه اختر کې د ولسمشر په حکم نيزدي ۹۰۰ طالبان له بنده خوشي شول. دا ښيي چې زموږ حکومت څومره واک لري. طالبان د بېلابېلو سياستوالو او د مدني ټولنوو سره خبرې کوي خو که دوی رښتيا هم په خپله هغه ادعا کې رښتيني وي چې سوله غواړي نو بيا دې راشي موږ سره دې مذاکرات وکړي. د خپلو افغانانو وينه تويول دې بس کړي.))

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې په کابل کې د دفاع وزارت په انجنيرينګ او لوجسټيک برخې د نني بريد ذمه واري منلې. افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې طالبانو د دې وحشي برید په ترسره کولو سره یو وار بیا د جګړې د دوام او پر ملکي وګړو د بریدپه اړه خپل شوم نیت وښود. دا په داسې حال کې ده چې طالبان دا مهال په قطر کې د امريکايي استازو سره مذاکرات روان ساتلي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهېل شاهين د جولای په اوله مشال راډيو ته وويل چې غواړي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يوې موافقې ته ورسېږي. د هغه په خبره که داسې وهم شي نو بيا به هم د افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېنني خو عامو افغانانو سره خبرو ته تيار دي.

په کابل کې د سياسي چارو پوه، انتظار خادم وايي د پرېکړو د عملي کول واک د افغان حکومت سره دی نو هغوی سره له مذاکراتو انکار او بريدونو ته دوام ورکول د جګړې اوږدول دي. خو نوموړی زياتوي چې د طالبانو او افغان مدني ټولنو يا سياستوالو ترمنځ خبرې هم بد کار نه دی.

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جون په ۲۷مه پاکستان ته تللی وو. هغه د جولای په لومړۍ نېټه په خبرپاڼه کې ويلي چې په دې سفر کې یې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د جګړې په پایته رسولو کې د پاکستان پر همکاري ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د پاکستان اوطالبانو خپلمنځي اړیکو څخه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ګټه وشي. اسلام اباد د کابل وروستی بريد غندلی دی او ويلي يې دي چې داسې حملې د سولې راوستلو کې خنډونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG