د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان وزیراعظم عبدالله عارفوف مزار شریف ته تللی


عبدالله عبدالله د مزار شریف پر هوايي ډګر ازبکستاني وزیراعظم عارفوف ته ستړي مه شي وویل
عبدالله عبدالله د مزار شریف پر هوايي ډګر ازبکستاني وزیراعظم عارفوف ته ستړي مه شي وویل

مزار شریف - د ازبکستان وزیراعظم عبدالله عارفوف د جولای پر لومړۍ نېټه د افغانستان د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته رسېدلی دی.

د نوموړي مزار شریف ته تر ورتګ مخکې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم هغه ښار ته ورغی او د مولانا جلال الدین بلخي پر هوايي ډګر یې عارفوف ته ستړي مه شي وویل.

د ازبکستان وزیراعظم په مزار شریف کې د کورنیو تولیداتو د یوه نندارتون پرانیسته کوي.

چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو مشران او پلاوي به پر دوه اړخیزه همکاریو غږېږي او ټاکل شوې چې وروسته د خبري غونډې له لارې معلومات شریک کړي.

د ازبکستان د وزیراعظم سفر پر مهال په مزار شریف او شبرغان کې امنیتي اقدامات شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې امنیتي وضع خرابه شوې او د فاریاب په دوو ولسوالیو کې هم د وسله والو او امنیتي سرتېرو ترمنځ نښتې شوې دي چې له کبله یې د سیمې اوسېدونکي شبرغان ته کډه کولو ته اړ شوي.

XS
SM
MD
LG