د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست کوچیان وايي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي


د ولایتي ادارې له مشرتابه سره په کتنه کې د کوچیانو یو شمېر مشرانو خپلې ستونزې شریکې کړې.

خوست ـ په خوست کې د میشتو کوچي قومونو مشران او سپين ږیري وايي، چې دوی د پوهنې، روغتیا، اوبو او د ژوندانه د نورو اړینو ضرورتونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، سره له دې چې د ځايي قومونو پرتله د دوی ستونزې ډېرې دي، خو بیا هم حکومتي ادارې ورسره لازمې مرستې نه کوي.

بل لوري ته د خوست ځايي چارواکي وايي، چې ولایتي اداره په هره برخه کې متوازنې پرمختیا ته ژمنه ده او د امکاناتو په چوکاټ کې به د کوچیانو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي.

دوی یادې غوښتنې د جون پر ۲۹مه ځايي چارواکو سره د کتنې په څنډه کې مشال راډیو سره شریکې کړې.

د میرزاجان سلطان خېل په نوم د کوچیانو یو مشر وویل، چې دوی د څړځایونو، روغتیا او پوهنې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په وینا، ځمکې يې للمي دي، دوی د اوبو سربندونه او څاګانې نه لري، یو کلینک لري، چې د خدمتونو ظرفیت يې تر مراجعینو په مراتبو لږ دی.

د حکم خان په نوم د کوچیانو یو بل مشر هم وايي چې د دوی خلک حتی د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

دی زیاتوي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او په ګرځنده کلینکونو کې يې له لږو ګولیو پرته نور څه نشته او ناروغانو ته دوايي نه شي ورکولی.

په خوست کې د کوچیانو لپاره د دایمي ټولګټو تاسیساتو جوړول هغه مسله ده، چې دلته يې ډېر کله ځايي قومونو مخالفت کړی دی.

خو کوچیان وايي، چې دوی اوس کورونه جوړ کړي او یو بل ځای ته په اوړي او ژمي کې نه ځي، نو اړتیا ده، چې د (ده شینو) خلکو په شان دوی ته هم خدمتونه وړاندې شي.

د حبیب الله خیبر په نوم د کوچیانو د ځوانانو د یوې ټولنې مشر وايي، چې د نورو ځايي قومونو پرتله د کوچیانو ستونرې ډېرې دي.

د خیبر په وینا دولتي په ځانګړي ډول سکټوري ادارې يې غږ نه اوري او هغه ادارې چې کوچیانو ته د خدمتونو د ترسره کولو په خاطر کار کوي، هغه هم د کوچیانو په پرتله د څو کسانو شخصي غوښتنو ته ډېر ارزښت ورکوي.

د ولایتي ادارې له مشرتابه سره په کتنه کې د کوچیانو یو شمېر مشرانو هم برخه درلوده، هغوی هم د خوست له چارواکو سره همدا ستونزې شریکې کړې او د دولت د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.

دوی وویل، پخوا د ملي پیوستون او اوسمهال د ولسي تړون په روانه پروسه کې کوچیانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.

د کوچیانو په برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي عالم ګل کوچي غوښتنه وکړه، چې پدې پروسه کې دې کوچیانو ته ونډه ورکړل شي.

نوموړی هم د کوچیانو لپاره ښوونځي، سړکونه، روغتونونه او د اوبو لپاره د سربندونو جوړول د مهمو اړتیاوو په توګه یادوي.

بل لوري ته د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، چې ولایتي اداره ټولو میشتو خلکو ته په انډولیز ډول د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنتیا لري.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل، چې ولایتي اداره به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د کوچیانو د مشرانو د ټولو غوښتنو او ستونزو ته په مرحله واره توګه رسیدنه وکړي.

په خوست کې مېشت کوچیان د باک، تریزیو او علي شیرو، لکڼو او د ګربزو په ځینو سیمو کې پولې ته څېرمه پراته دي.

د خوست هغه ځايي قومونه چې کوچیان ورسره په ګاونډ کې اوسیږي، یو بل سره د ځمکو او څړ ځایونو پر سر دعوې او لانجې لري، چې دا لانجې ځینې وختونه د وسلوالو نښتو لامل هم شوي، خو افغان حکومت نه دی توانیدلی، چې د دوی ستونزې په بشپړ ډول ورته هوارې کړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

'سختدریځي په مدرسو کې نشته'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG