د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د انګلستان او هند لوبډلو سیالي ده


د انګلستان لوبغاړي په میدان کې

د جون پر ۳۰مه، د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د هند او انګلستان لوبه ده.

انګلستان پچه وګټله او لومړی یې د بیټېنګ فیصله وکړه.

انګلستان په ۵۰ اورونو کې هند ته د ۳۳۸ منډو هدف ورکړ.

دا سیالي ځکه هم خورا مهمه ده چې که انګلستانۍ لوبډله یې وګټي نو نیمه پایلوبې ته د پاکستان ورداخلېدو بهیر ستونزمنولای شي.

تر اوسه یوازې هند او اسټرالیا د نیمه پایلوبې پړاو ته وتلي.

پاکستان د جون پر ۲۹مه، په ۵۰ اور کې له افغانستانه لوبه وګټله او اخري سیالي به یې له بنګلادېش سره وي.

د انګلستان په لیډز کې د جون په ۲۹مه شوې لوبه کې افغانستان په لومړي بېټينګ کولو سره پاکستان ته په ۵۰ اوورونو کې ۲۲۸ منډو هدف ورکړی وو.

پاکستان دا هدف په اخري اوور کې د اووه لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ.

د پاکستان عماد وسيم د ۲ ويکټو اخیستو او ۴۹ منډو کولو له وجې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

انګلستان له هنده وروسته، اخري لوبه له نیوزیلینډ سره لري.

XS
SM
MD
LG