د لاسرسي ځای

تازه خبر

حميد حسن د ۵۰ اووریز کرکټ سره مخه ښه وکړه


حميد حسن
حميد حسن

د افغانستان نوموتي تيز توپ اچونکي (بالر) حميد حسن د جون په ۲۹مه د پاکستان پر وړاندې د يو ورځني کرکټ په نړيوال جام کې د لوبې تر کولو وروسته يو ورځني کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

افغانستان دغه لوبه له يوې سختې مقابلې وروسته پاکستان ته د انګلستان په ليډز کې بايلوده. حميد حسن په دغه لوبه کې دوه اورونه وکړل او د پښې د ټپ له امله اړ شو چې ميدان پرېږدي.

نوموړي له لوبې وروسته ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان پر وړاندې ننۍ ماتې ورته ډېره دردونکې وه. هغه پخپله وروستئ يو ورځنۍ نړيواله سيالۍ کې د ښه نه ځلېدو او د بشپړې لوبې نه کولو له امله له خپلو مينه والو بښنه هم وغوښته.

عماد وسيم د لوبې غوره لوبغاړی شو
عماد وسيم د لوبې غوره لوبغاړی شو

د انګلېنډ په لېډز کې د جون په ۲۹مه شوې لوبه کې افغانستان د لومړي بېټينګ په کولو سره پاکستان ته په پنځوس اوورونو کې ۲۲۸ منډو هدف ورکړی وو.

پاکستان دا هدف په آخري اوور کې د اوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ. د پاکستان عماد وسيم د ۲ ويکټو اخیستو او ۴۹ منډو کولو له وجې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

حميد حسن د ۱۹۸۷ کال د جون په لومړۍ نېټه په ننګرهار کې زيږېدلی دی. هغه د افغان لوبډلې لپاره په کړو ۳۸ يو ورځنيوو لوبو کې ۵۹ ويکټې اخيستې دي. نوموړي خپله لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د سکاټلېنډ خلاف کړې وه.

حسن څو کاله وړاندې په انګلېنډ کې د يوې سيالۍ پر مهال د پښې د زنګون په برخه ژور ټپي شو چې نوموړی يې څو کاله له ملي لوبډلې او سياليو بهر وساته. هغه د کرکټ د کمنټري (پر لوبو تبصره) په برخه کې هم خپل ځان ازمايلی او په څو نړيوالو سياليو کې يې کمنټري هم کړی دی.

نوموړي ازادي راډيو دا هم وويل چې هغه به شل اوريز کرکټ ته ادامه ورکوي او تر څنګ به يې خپلې تجربې له نويو لوبغاړو سره هم شريکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG