د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یو کال وغځول شوه


د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر سید حسېن عالمي بلخي او د پاکستان د سېفران وزیر شهریار اپرېدی
د افغانستان د کډوالو د چارو وزیر سید حسېن عالمي بلخي او د پاکستان د سېفران وزیر شهریار اپرېدی

په پاکستان کې د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغځوله.

د پاکستان د سېفران وزارت د جون پر ۲۷مه په خپاره کړي اعلان کې ویلي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یې د ۲۰۲۰م کال تر جون میاشتې غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جون پر ۲۷مه او ۲۸مه د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته سفر وکړ.

د پاکستان د سېفران وزیر شهریار اپرېدي وړاندې ویلي وو چې د افغان کډوالو د پاتې کېدو د مودې په اړه به پرېکړه د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې مشر عبدالحمید جلیلي وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولوپه اړه یې په تېره درې اړخیزه غونډه کې خبرې کړې وې.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، “ د پاکستان هغه مهاجرین چې د پي او ار کارډ لرونکي دي، هغوی ته یې وخت یو کال غځولی.”

ده زیاته کړه چې موږ او د پاکستان حکومت دوه هفتې مخکې دلته درې اړخیزه غونډه وکړه چې پکې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې د غځولو ترڅنګ مختلفې فیصلې وشوې.”

عبدالحمید جلیلي وايي په نزدې راتلونکي کې به یو پاکستانی پلاوی د افغان کډوالو په اړه د خبرو لپاره کابل ته لاړ شي او له اړوندو افغان چارواکیو سره به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر مساېلو او ستونزو خبرې وکړي.

یو شمېر افغان کډوالو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې دا موده باید تر یو کال نه بلکې ډېره وغځول شي.

دوي وايي ، دا موده باید تر څو کلونو وغځول شي چې په افغانستان کې امنیتي حالت ښه شي او دوي ته د روزګار زمینه برابره شي.

دوي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، دوي په خپله غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي خو دلته يې کاروبارونه دي او بچي يې سبقونه وايي نو ځکه نشي کولای چې په داسې چټکي د وتلو تیاري وکړي.

د خېبرپښتونخوا د هري پور په افغان کېمپ کې مېشت بهیر ستانکزي مشال راډیو تهوویل ، “ د پاکستاني حکومت دا اعلان د ستاینې وړ دی خو دلته موږ یوه ستونزه لرو چې موږ ته په پوله ډېرې مسلې دي مخکې به موږ ازاد تګ راتګ کولو خو اوس چې ځو نو زموږ په مهاجر کارډ راته یو سوری جوړ کړي او چې پولیس هغه وویني نو بیا مو ځوروي.”

د ملنګ رحماني په نامه بل افغان کډوال مشال راډیو ته وویل ، “په افغانستان کې وخت پر وخت حالات کړکېچن کېږي نو که د افغانستان د امینت زمینه برابره شوه نو دوی بغیر له پوښتنې خپل وطن ته ځي."

دې افغان کډوالو وویل چې د دوي د کډوالۍ ځانګړي کارډونه په ۲۰۱۵م کال کې پای ته رسېدلي او دوي د هغه له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره کارکونکې د ملګرو ملتونو ادارې – یو این ایچ سي ار – یو چارواکي اصف شهزاد مشال راډیو ته وویل چې له څه مودې راهیسې دوی ته لږ لږ وخت ورکړل کېږي نو ځکه ورته دا کارډ بیا نه دی ورکړل شوی.

ده وویل ،“ افغان کډوال دې د حکومتي اعلان یوه کاپۍ له ځان سره ګرځوي او چې پولیس ترې تپوس کوي نو دوي دې ورته هم هغه د حکومتي اعلان کاپۍ ښکاره کوي او بیا به څه ستونزه ورته نه وي.”

د مسلم لیګ نون ډلې تېر شوي حکومت د رجسټر شویو افغان کډوالو د پاته کېدو موده د ۲۰۱۹م کال تر جون پورې غځولې وه کومه چې د تحریک انصاف حکومت هم تر یو کال پورې پسې ومنله.

د ګډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې – یو این ایچ سي ار - د چارواکیو د وینا له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱.۴ میلیونو زیات راجسټر افغان کډوالو مېشت دي، چې پر خیبر پښتونخوا سربېره د دې هېواد په نورو صوبو کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG