د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر: د امریکا او طالبانو استازي په اووم ځل خبرې کوي


په قطر کې د امریکا او طالب استازو د یوې ناستې انځور

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو د جون له ۲۹مې د قطر په مرکز دوحه کې تر سره کېږي.

زلمي خليلزاد ويلي چې ټول اړخونه د سولې يوه چټکه پروسه غواړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې په بروکسل کې مشال راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره لږ موقع پاتې ده.

نوموړی وايي ، “ طالبان بايد دا ومني چې اړتيا ده چې دوى د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره مذاکرو ته کېني.”

د ده په وینا ،د افغانانو په اړخ کې اړتيا ده چې کله دوى له طالبانو سره مذاکرو ته کېني نو د لوبغاړو په منځ کې يو ښه اتحاد ولري.

په قطر کې مېشت يو افغان شنونکی ځدراڼ دروېش وايي، يو علت دا دى چې په دغو مذاکرو کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په پيل کې ډېر شرايط وړاندې شوي وو.

ده وویل: "په تېرو پړاونو کې امريکا او له افغان حکومت سره همږغي نه وو، زلمي خليلزاد چې طالبانو سره کومې خبرې کولې، د دغو خبرو اجنډا به يې لومړى امريکا ته وړله، بيا به يې له افغان حکومت سره شريکوله، د دغو خبرو پر سر د امريکا او افغان حکومت ترمنځ اختلافات ولاړ شول، اوس هيله دا ده چې امريکا، طالبان او افغان حکومت دې په ګډه خبرو ته کېني چې ګډه نتيجه ورکړي."

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ مذاکرو ته غاړه نه ده يښې، خو امريکا په وار وار ويلي چې د سولې اصلي خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د جون پر ۲۵مه په کابل کې وويل ، “ امريکا له طالبانو سره د افغانانو او افغان دولت په استازيتوب خبرې نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکرو زمينه برابره کړي.”

افغانستان د سولې په اړه د قطر ترڅنګ په مسکو او په وروستيو کې په پاکستان کې هم خبرې شوې دي.

په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر احمد ویس وردګ بيا په دې باور دى چې د قطر د سولې بهیر د مسکو او په وروستيو کې د لاهور له پروسو سره ارتباط لري.

وردګ مشال راډیو ته وويل، دا ټولې وړې پروسې په ټوله کې د دوحې د بهیر له بشپړتيا سره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د سفر پر مهال وویل، واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې په افغانستان کې د سولې يوه هوکړه وشي.

XS
SM
MD
LG