د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ کې د پولیو ضد کارکوونکي وستایل شو


په کوهاټ کې د پولیو کارکوونکو د ستایلو غونډه
په کوهاټ کې د پولیو کارکوونکو د ستایلو غونډه

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پوليو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کارکوونکيو ستاینې لپاره غونډه شوې او هغوي ته یې جایزې او سوغاتونه ورکړي دي.

دا غونډه د جون پر ۲۸مه د کوهاټ د ضلعي کونسل په هال کې شوې چې ډپټي کمشنر مطيع الله ، د صحت څانګې ضلعي مشر ډاکټر مشرف ، د روغتيا نړيوالې ادارې مشران او د پوليو ضد کارکوونکې ادارې چارواکي شریک وو.

په دې غونډه کې د پولیو ضد هغو کارکوونکو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې چې په ۲۰۱۸م کال کې یې ښه کارکردګي کړې وه.

د کوهاټ د روغتيا څانګې مشر ډاکټر مشرف هيله څرګنده کړه چې د پوليو ضد کارکوونکي به په راتلونکي وخت کې هم تر دې لا ښې هلي ځلې کوي چې له ملک څخه د دې رنځ په ورکولو کې مرسته وکړي.

ډپټي کمشنر مطيع الله تر غونډه وروسته مشال راډیو ته وویل چې د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو ضد څاڅکو په اړه منفي پروپېګنډې د دې ناروغۍ د مخنیوي پر کمپاین بد اغېز وکړ.

خو د ده په وینا ، بیا د ماشومانو تر معاینې وروسته په ډاګه شوه چې هغه تشه افواه وه او د پولیو ضد څاڅکو کې هیڅ منفي څه نه وو.

نوموړي وویل چې د پوليو وائرس لا هم په پاکستان کې موجود دی او د دې له منځه وړلو ته ضروري ده چې خلک په دې اړه منفي اوازو ته غوږ ونه نیسي او خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د کوهاټ د چارواکو په وینا ، د پېښور په ماشوخېلو کې د رامنځ ته شوې پېښې له کبله په کوهاټ کې هم یو شمېر کسانو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکار کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې په پاکستان کې ۳۲ ماشومان ګزڼ وهلي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا دي.

XS
SM
MD
LG