د ناټو عمومي منشي وایي، په افغانستان کې سولې ته رسېدل اسانه نهدي، خو یوازنۍ لار همدا سولې ته رسېدل دي.
ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې ازادي راډیو ته په چارشنبه د خبرو پر مهال طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې جګړه نه شي ګټلی.
سټولټنبرګ د خبرو له لارې پر یوه سولهییز حل لاري ټینګار وکړ او ویېویل: "د ناټو لپاره د سولې هڅو ملاتړ کولو غوره دا ده چې د افغان ځواکونو حمایت وکړي، همکاري ورسره وکړي، هغوی وروزي او سلا مشوره ورکړي. ځکه چې طالبان باید پوه شي چې دوی کله هم د جګړې په ډګر کې نهشي بریالي کېدای، دوی باید د خبرو مېز ته حاضر شي."
د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې تر پیلېدو مخکې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د دوو امریکایي سرتېرو د وژلو خبرونه خپاره شول.
د ازادي راډیو خبریال چې کله د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څخه پوښتنه وکړه چې دا پېښه به د شنبې د ورځې د سولې پر خبرو چې زلمی خلیلزاد یې په دوحه کې له طالبانو سره پیلوي، څه اغېز پرې باسي؟
نومموړي د وژل شویو پوځیانو د کورنیو له غړیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ وویل چې دا پېښه په افغانستان کې د سولې اهمیت نور هم جوتوي.
ده زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د هڅو پیاوړی ملاتړ کوي: "دا خبرې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده. سفیر خلیلزاد د ناټو له ټولو متحدانو سره له نږدې سلا مشوره کوي."
خو طالبانو تر اوسه د اوربند خبره رد کړې او د سولې لپارهیې د ولسمشر غني د حکومت د خبرو وړاندیز ته منفي ځواب ورکړی دی.
دې یاغي ډلې په ورته وخت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
د ناټو دفاع وزیران او شریکانیې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه، نن پنجشنبه په تفصیل د افغانستان د سولې او امنیت په اړه خبرې کوي.
پهدې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکلاس کې، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نړیوال بانک استازي هم برخه اخلي.
د اوس لپاره تر ۱۷۰۰۰ ډېر بهرني ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې شته چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.
ناټو ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال به افغان ځواکونه تمویل کړي.
د افغان ځواکونو لګښت د کال تر پنځه میلیارده ډالر ډېر اټکل شوی چې لویه برخه یې د امریکا متحده ایالات ورکوي.
د دې ډاډ ترڅنګ ګواښونه هم شته، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په وروستیو کې ۲۱۰ مخه راپور خپور کړ او په هغه کې یې څرګنده کړه چې د امریکا متحده ایالاتو نږدې ۸۴ میلیارده ډالر پر افغان ځواکونو لګولي دي، خو لا هم د دې سرتېرو تلفات زیات دي او د فرار کچه هم ټیټه نهده، همداراز دا ځواکونه د همغږۍ او تدارکاتو په برخو کې ستونزې لري.