د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغان سوله کې د پاکستان رول


افغان ولسمشر اشرف غني د جون پر ۲۷ مه نېټه د پاکستان سفر کوي.

هغه به له پاکستاني مشرتابه سره د دوه اړخيزو چارو ترڅنګ د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپېو د جون پر ۲۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر سره ليدلي او وروسته يې له خبريالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې ښايي د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې پورې د افغان سولې په اړه يوه موافقه وشي.

بل خوا د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې مذاکراتو اووم پړاو د جون پر ۲۹مه په قطر کې پېلېږي.

د سولې په دې بهیر کې د پاکستان رول خورا مهم بلل کېږي.

پوښتنه دا ده چې تر اوسه پورې پاکستان هسې رول لوبولی دی چې ورڅخه تمه يا غوښتنه کېدله؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له افغان شننونکي انتظار خادم او پخواني پاکستان ډېپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

افغان سولې پروسه کې د پاکستان رول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG