د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو د سېپټېمبر تر لومړۍ پورې له طالبانو سره هوکړې ته هیله من دی


مایک پامپیو په کابل کې له خبریالانو سره هم ولیدل
مایک پامپیو په کابل کې له خبریالانو سره هم ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو تمه ښودلې چې د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر تر لومړۍ پورې ښايي له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړی چې د جون پر ۲۵مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی وو وویل، په دې اړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ضد نه‌ کارول کېږي له طالبانو سره د یوې مسودې نهايي کېدو ته نېږدې شوی دی.

پامپېو پر همدې ورځ په کابل کې د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته له طالبانو سره په خبرو کې د شويو پرمختګونو ځینې وروستي جزییات بیان کړل: "د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې مو ریښتیني پرمختګونه کړي او د داسې مسودې نهايي کولو ته ډېر نېږدې شوي یو چې په پایله کې به‌ یې طالبان له خپلو نورو هېوادوالو سره یو ځای کېږي او ژمنه به کوي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه‌ بدلېږي. په دې برخه کې د پرمختګ ترڅنګ مو له طالبانو سره د ځواکونو د حضور په اړه خبرې کړي چې تر نن ورځې مشروطې پاتې دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ترهګرۍ ضد جګړه، د نړیوالو ځواکونو حضور، بین‌ الافغاني خبرې او اوربند هغه څلور موارد دي چې له طالبانو سره خبرو کې مطرح دي او یوازې په یو مورد توافق ممکن نه‌ دی.

مایک پامپېو دا هم وویل چې تر اوسه هېڅ نه دي نهايي یا وروستي شوي.

پامپېو له طالبانو سره هوکړې ته هیله من دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

پامپېو له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته وویل، امریکا هڅه کوي چې د افغانستان ټول لوري د خبرو اترو مېز ته ورولي: "موږ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نه‌ دي کړي او وبه‌ یې نه‌ کړو، بلکې موږ کار کوو چې افغانان خپلو کې د خبرو مېز ته کښېني او وکولای شي د خپل هېواد لپاره په شریکه یو لرلید پیدا کړي. کله چې د خبرو داسې مېز جوړ شي، لوی به وي، ډېره مهمه ده چې نه ‎یوازې طالبان، بلکې د مخالفو ګوندونو استازي، د ښځو او ځوانانو په شمول د مدني ټولنې استازي به د خبرو په دې مېز کې ځای ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د سولې په خبرو کې له هر پرمختګه افغان حکومت او د افغانستان مشرتابه خبر ساتي.

د سولې بهیر کې د پاکستان رول

مایک پامپېو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، د هغې وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره عملي همکاري وکړي.

پامپېو وايي: "پاکستان په دې بهیر او سیمه کې د سولې په راوستو کې ډېر ځانګړی رول لري. پرمختګونه شوي او موږ د سولې په خبرو او د هر ډول هوکړې په عملي کېدو کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتونکي یوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتنه کوي چې ټاکل شوې، د جون پر ۲۷مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له شاو خوا څلور نیمو کلونو وروسته د دویم ځل لپاره پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له مشرتابه سره خبرې وکړي.

تمه کېږي چې د سولې خبرې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحثونو په سر کې وي.

افغان ولسمشر د دې سفر په درشل کې ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو نوي فصل د پرانیستې په هدف اسلام‎ اباد ته ځي، او ډېر هیله ‎مند دی چې "د زړې بې‎ باورۍ" ځای به همکارۍ ونیسي.

XS
SM
MD
LG