د لاسرسي ځای

تازه خبر

 کرکټ: پاکستان نیو زيلېنډ ته ماتې ورکړه


د پاکستان راحت علي د شاټ وهلو هڅه کوي
د پاکستان راحت علي د شاټ وهلو هڅه کوي

په برمېنګم کې د کرکټ نړیوال کپ په سیالۍ کې نیو زیلینډ لومړی بیټېنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ.

پاکستان په ۴۹م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسید او لوبه یې وګټله.

د پاکستان لومړني لوبغاړي ژر وسوځیدل خو وروسته بابراعظم او حارث سهېل ښه لوبه وکړه او پاکستانۍ لوبډله یې تر بریا ورسوله.

بابر اعظم په ۱۲۷ بالونو ۱۰۱ منډې وکړې.

نیو زیلینډ په روان نړیوال جام کې تر اوسه له اووه څخه پېنځه ګټلې، یوه یې بایللې ده او یوه یې د بارانه له کبله بې له پایلې پاتې شوې.

پاکستان په اووه کې درې لوبې ګټلې دي.

د جون پر ۲۵مه، د اسټرالیا کرکټ لوبډلې انګلستان ته په ۶۴ منډو ماته ورکړه.

اسټرالیا لومړی بیټېنګ وکړ او انګلستانۍ لوبډلې ته یې د ۲۸۶ منډو هدف ټاکلی وو خو هغوی پوره نه کړای شو او په ۲۲۱ منډو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

اسټرالیا په خپله بریا لومړۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.

د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان تر ټولو ټیټ مقام لري ځکه چې تر اوسه یې خپلې ټولې لوبې بایللې دي.

د جون پر ۲۹مه افغانستان او پاکستان یو بل ته مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG