د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلمان ته د داوړ او وزیر د راوستلو په اړه تود بحث


محسن داوړ او علي وزير
محسن داوړ او علي وزير

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جون په ۲۴مه سپېکر اسد قېصر يو ځل بيا وويل چې د قانون وزارت تر سلا مشورې وروسته به پرېکړه کوي چې پارليمان ته د محسن داوړ او علي وزیر د راوستلو حکم ورکړي که نه.

هغه زياته کړه: ''يوه خبره بايد واضحه کړم چې د خالي په ورځ ماته د هغوی د راوستلو درخواست رسېدلی دی. د دوی کېس مختلف دی. د قانون له وزارته مې په دې اړه مشوره غوښتې ده. چې هر څه هغوی وایی، هغسې به کوم. زه د پارليمان ټولو غړو ته احترام لرم.''

هر څه چې د قانون مطابق وي هغه به کوم.
اسد قېصر

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران او قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزير د مې په ۲۶مه په شمالي وزيرستان کې پر يو پوځي چيک پوسټ د بريد لپاره د خلکو د هڅونې په تور نيول شوي دي. دوی دا تورونه رد کړي دي.

د پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري د جون په ۲۴مه په پارليمان کې د تحريک انصاف حکومت له خوا د وړاندې شوي بجټ په اړه د خبرو پر مهال سپېکر اسد قېصر ته وويل چې محسن داوړ او علي وزير بايد د جون په پنځمه ويشتمه په پارليمان کې وي.

بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

هغه زياته کړه: ''دا ستا له واکونو څخه ده. دا ستا په اختيار کې ده. بل څوک دا اختيار نه لري. تا ته نه د قانون له وزارته او نه له وزيراعظمه د پوښتنې کولو ضرورت شته. ته دا فېصله وکړه او پارليمان مکمل کړه. که داسې ونه شول نو دا به په تاريخ کې وليکل شي چې د جنوبي وزيرستان او شمالي وزيرستان محترم غړي په پارلمان کې د بجټ په اړه له بحث او د خپلو خلکو له استازيتوبه منع کړل شول.''

د پاکستان د آيين ترمخه که د پارليمان کوم غړی په کوم تور بندي شي او لا مجرم نه وي پېژندل شوی، د قامي اسمبلۍ سپېکر کولی شي د پروډکشن آرډر په نامه حکم کولو سره هغه پارليمان ته حاضر کړي. سپېکر اسد قېصر د د درغليوو په کېسونو کې بندي، د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري او د مسلم لېګ (ن) يو مشر، خواجه سعد رفيق لپاره څو ورځې مخکې داسې حکم ورکړی وو. هغوی پارليمان ته ورغلي وو.

په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړي، امير حېدر خان هوتي سپېکر ته ورياده کړه چې د محسن داوړ او علي وزير لپاره هم دغسې وکړي. ''د پروډکشن حکم وشو. اصف علي زرداري او سعد رفيق صیب دلته راغلل چې ښه خبره ده. خو دوه کسان لکه چې له موږ هېر دي. د يو نوم محسن داوړ دی او بل علي وزير نومېږي. د هغوی د رايې سره زما او ستا اختلاف کيدای شي خو په دې خبره بايد پوهه شو چې د هغوی بغېر په پارليمان کې د وزيرستان د خلکو استازيتوب نشته. مهرباني وکړه او د پروډکشن حکم ورکړه.''

تر دې مخکې اپوزېشن ګوندونو د حکمران تحريک انصاف ګوند پر سپېکر اسد قېصر تور پورې کړی وو چې د پارلمان بندي غړو په نه راوستلو سره غواړي چې پر بجټ د رايه اچولو په وخت مخالفې رايې کمې شي. قېصر دا تورونه بې ځايه بللي دي.

XS
SM
MD
LG