د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: "د مذهبي اقليتونو ستونزې مخ پر زياتېدو دي"


په لاهور کې پاکستاني عيسايان د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي. (د ۲۰۱۸ عکس)

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي په دغه هېواد کې د مذهبي اقليتونو لپاره ورځ تر بلې حالات خرابېږي. د دې کمېشن د چارواکو تر مخه که سياسي ګوندونه په دې اړه يوه خوله نه شي، د مذهبي اقليتونو مشکلات به لا نور زيات شي.

د دې کمېشن مشر مهدي حسن د جون په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د مذهبي اقليتونو د خوندېتوب لپاره ځيني قوانين موجود دي چې نه عملي کېږي. د هغه په وېنا کوم قوانين چې نشته هغه بايد سياسي ګوندونه په شريکه جوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ له سياسي ګوندونو غوښتنه کولی شو. پر دوی مو ټينګار کړی چې لاسونه سره يو کړي او اوسنی حکومت چې په پارليمان کې يې له مخالفو ګوندونو څخه يوازې شپږ غړي زيات دي، مجبوره کړي چې قوانين عملي کړي. ستونزه دا ده چې په دې اړه ګوندونه تبديلي نه غواړي. په ځانګړې ډول د موجوده قوانينو په عملي کولو کې.))

د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د جون په شلمه د مذهبي اقليتونو په اړه په خپل کلني راپور کې وويل چې امريکا دې د پاکستان حکومت ته وړانديز وکړي چې مذهب ته د سپکاوي قانون چې غلط کارول کېږي، ختم کړي. همداراز وړاندیز شوی چې د احمديانو پر ضد دې په آيين کې موحود تعصب ختم شي. د پاکستان آيين احمديان کافر ګڼي خو دغه ډله وايي چې دوی مسلمانان دي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي او د مذهبي اقليتونو د چارو پخواني وزير، ډاکټر رمېش کمار وانکواني وايي د هندوانو او عيسايانو په زور ودونې ودرولو لپاره يې يو قانوني مسوده پارليمان ته وړاندې کړې خو ملاتړ نه لري. ((د وزيراعظم عمران خان سره مې په دې اړه درې ځلې خبرې کړې دي خو د مذهبي اقليتونو مسلې ته هيڅوک پام نه کوي. زموږ ستونزې به همداسې روانې وي.))

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د ۲۰۱۸ کال راپور ښيي چې دغه کال يوازې په سند صوبه کې خوا او شا رز عيسايي او هندوې جينکۍ په زور مسلمانې شوې او واده شوي دي. بلخوا د امريکې د بهرنيوو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال په راپور کې ويلي چې په سياست کې د اسلامپالو مذهبي ډلو ننويستل او د سياستوالو له خوا د اسلامپالو رايو ته احتياج د مذهبي اقليتونو له حقونو سرغړاوي ته لار برابره کړې ده. د راپور ترمخه د پارلمان د مذهبي چارو قايمه کمېټې بايد پر دې مسايلو وغږېږي.

په دې کمېټه کې د مسلم لېګ (ن) ګوند غړي، کیسو مال خېال داس مشال راډيو ته وويل په دې اړه بحثونه کوي خو نتيجه یې ځکه نه راوځي چې چارواکي سختدريځه خلک نه خفه کوي. ((عمران خان صېب د وزيراعظم په توګه له پاکستانه د مدينې رياست جوړولو خبره کوي. موږ وايو چې همدغه حقوق راته راکړئ چې اسلام مذهبي اقليتونو ته منلي دي. نور اضافه څه نه درنه غواړو.))

د يادونې ده چې د پاکستان حکمران ګوند تحريک انصاف غړي او د پارلماني چارو وزير، علي محمد خان د جون په شلمه په قامي اسمبلۍ کې د وېنا پرمهال ويلي وو چې مذهبي اقليتونو مال او ځان به خوندي وي خو نور به ملک د اسلامي قوانينو له مخې چلېږي.

XS
SM
MD
LG