د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان ته د تلو اجازې ته په انتظار یو: عظما نورانۍ


د پاکستان بشري حقونو شریکه مشره عظما نورانۍ وایي، شمالي وزیرستان ته د تللو لپاره د کمیشن یو پلاوی په ډېره اسماعیل خان کې دی. دوی له چارواکیو سره خبرې کوي او انتظار کوي چې شمالي وزیرستان ته ولاړ شي او هلته د بشري حقونو حالت له نزدې وګوري.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړې وویل د اتوار پر ورځ ورته وویل شو چې په سیمه کې کرفیو ده او هغوی مخته نشي تللی: (له سیمه ایزو چارواکو سره مو د رابطې کوشش وکړ، ډپټي کمیشنر ته مو پیغام ولېږلو خو هغوی هېڅ ځواب رانکړ، موږ له بنو راوګرځول شو. اوس په ډېره اسماعېل خان کې یو.)

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن ویلي، د اتوار پر ورځ یې پلاوي ته شمالي وزیرستان ته له ورتګه منع شوی دی. د کمیشن مشر ډاکټر مهدي حسن پرون مشال ریډیو ته وویل قبایل پر خېبرپښتونخوا د ورګډولو وروسته په هغو ضلعو کې د بشري حقونو د جاج اخیستو او خړ کمر پېښې په اړه د موندنو لپاره یې درې کسیز پلاوی وزیرستان ته استوو.

(شمالي وزیرستان په قامي بهیر کې شامل دی او هلته انتخابات هم اعلان شوي دي، پلاوی هلته د دې لپاره تلو چې هلته حالات وویني او مالومه کړي چې په جمهوري اصولو څومره عمل کیږي خو ودرول شو او د تګ اجازه ورنه کړل شوه.)

ډاکتر مهدي حسن وویل، دا د دې ثبوت دی چې په قبایلي ضلعو کې جمهوري اصولونه هغسې نه پلي کېږي لکه په نور پاکستان کې. هغه وویل که څه هم په قبایلي ضلعو کې واک له پوځ سره دی او دا د هغوی مرضي وي چې څوک دغو ضلعو ته پرېږدي او که نه.

د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن یا ایچ ار سي پي د هغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بشري حقونو په اړه راپورونه جوړوي او وخت په وخت هغو سیمو ته د خپلو موندونو لپاره پلاوي لېږي چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښې په رامنځته شوي وي.

د شمالي وزیرستان په خړ کمر د مې پر ۲۶ مه د ډزو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او له څلویښتو زیات ژوبل شوي و. پوځ وایي په ډزو کې درې کسان وژل شوي دي. له دې وروسته په سیمه کې د څو ورځو لپاره کرفیو هم لګول شوې وه.

د ایچ ار سي پي په پلاوي کې عظما نوراني، سلیمه هاشمي او سېنېټر فرحت الله بابر شامل دي.

بلخوا د بنو بکاخېل ډي ایس پي مراد خان وزیر په دوشنبه له مشال ریډیو سره په خبرو کې سیمې ته د بشري حقونو د کمېشن یوه پلاوي په ورتګ بې خبري وښوده.

مراد خان وزیر وویل:”د پاکستان د نورو برخو خلک په ازادانه ډول شمالي وزیرستان ته ورپریږدي او هېڅ ډول اجازت نامه ترې نه اخلي. خو که هلته د شمالي وزیرستان انتظامیې نه وي پرېښودلي په هغه نه یم خبر. “

په دې موضوع مو د شمالي وزیرستان له چارواکو سره په بیا بیا د رابطې کوشش وکړ، خو ونه توانیدو.

XS
SM
MD
LG