د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۱۲ مشکوک وسله وال نيول شوي


د ننګرهار چارواکو د جون پر ۲۴ مه نېټه نیول شوي کسان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنوالو ته وښودل.
د ننګرهار چارواکو د جون پر ۲۴ مه نېټه نیول شوي کسان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنوالو ته وښودل.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو دولس تنه د ۱۲ مشکوک وسله وال مخالفین نیولي دي. دوی وايي چې په نیول شويو کسانو د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول او داعش وسله والو ته يې انتقالات او جلب او جذب کولو. د چاروکیو په وینا چې نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د ننګرهار چارواکو د جون پر ۲۴ مه نېټه نیول شوي کسان د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنوالو ته وښودل.

پر دې مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل: په نيول شويو وسله والو کې اته تنه په داعش او درې تنه يې په طالب وسله والو پورې تړاو لري.

په نیول شویو کسانو کې دوو يې رسنيو ته وویل:

عمر: ''زما یو ملګری و، هغه به ماته د غیرت خبرې کولې چې جهاد دی. کافر راغلي دي. زه يې په جذبه کې کړم او ورسره روان شوم، اول نرۍ اوبو ته راغلو، هلته يې یو داعشي ته وسپارلم، بیا ښار ته راغلو او له هغې ځایه بیا تورې بورې ته لاړم.''

باغ حرم: ''قوماندان به له نورو وسله والو سره یو کال یو نیم کال مخکې زموږ دېرې ته ډوډۍ خوړولو ته راتلل. زه په مدرسه کې وم. ماته به يې ویل چې جهاد دی. پیسې به هم درکوو، کور کې لګوه، راځه له موږ سره شه.''

چارواکي وايي چې په ننګرهار کې يې د داعش د فعالیتونو مخه ډب کړې، خو لا هم په یو شمېر ولسواليو کې داعش وسله وال فعال دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل، په کومو ولسواليو کې چې لا هم داعش فعالیت کوي، د دوی پرضد عملیات دوام لري چې هره اوونې يې په لسګونو غړي نيول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د ده په وینا: ''د اچين ولسواليو په برو سرونو کې یو څه مشکل شته. یا هم د اګام او وزیرو په تنګي کې او د چپرهار ولسوالۍ په ځینو نقطو کې داعش فعالیت کوي چې هره ورځ د هغوی پر وړاندې موږ عملیات لرو او عمومي پلان هم لرو چې پر وړاندې به يې عمل کوو.''

د ده په خبره په روان ميلادي کال یوازې په ننګرهار کې نېږدې شپږ سوه تنه د دولت ضد وسله وال نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG