په انګلستان او وېلز کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن دوشنبه افغانستان له بنګله دېش سره لوبه کوي.
دا مهال د افغانستان لوبغاړي ګلبدین نایاب او رحمت شاه بېټینګ کوي. افغانستان د دوو لوبغاړیو په ماتېدو په ۲۲ اوورونو کې ۸۶ منډې کړې دي.
بنګله دېش په خپل وار سره په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکلو.
دا د افغانستان اوومه لوبه ده چې د انګلستان په ساوت همټن لوبغالي کې روانه ده.
تر دې مخکې افغانستان ټولې ۶ لوبې بایللي خو بنګله دېش په خپلو شپږو لوبو کې درې ګټلي، دوې یې بایللي او یوه یې د باران له امله مساوي کړې ده.
په یکشنبه پاکستان د ۴۹ منډو او اوو لوبغاړیو په سوځېدو جنوبي افریقا ته ماته ورکړه.