د لاسرسي ځای

تازه خبر

کريکټ نړيوال جام: هند او نيوزيلېنډ خپلې لوبې وګټلې


د هند روهيت شرما او ويرات کوهلي
د هند روهيت شرما او ويرات کوهلي

د کريکټ پنځوس اووريزو نړیوال جام سیالیو لړ کې نن د پاکستان او جنوبي افريقا ترمينځ لوبه په لندن کې کېږي.

دا لوبه به د پيښور له وخت سره سم ماسپخين دوه نېمي بجي پېلېږي. پاکستان تراوسه په پنځو لوبو کې يوه ګټلي، درې يې بايللې دي. د دوی يو مېچ د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوې وو.

پرون د افغانستان د کرکټ ټيم په نړیوال جام کې له هنده ماته وخوړه. دا لوبه په ساوتمپټن کې وشوه.

هند په لومړي بيټنګ کې افغانستان ته ګټلو لپاره د ۲۲۵ رنزونو هدف ورکړی وو. په ځواب کې یې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۲۱۳ منډو اوټ شول. د هند جسپريت بومره په لسو اوروونو کې ۳۹ منډې ورکړي او د دوو مهمو لوبغاړو اوټ کولو له وجې د لوبې غوره لوبغاړی وګټل شو.

پرون د نړيوال جام په يوه بله سيالۍ کې نيوزي لېنډ وېسټ انډيز ته په پنځو رنزونو ماتې ورکړه. نيوزي لېنډ په لومړي بيټنګ کې ۲۹۱ رنزونه جوړ کړي وو، خو د وېسټ انډيز ټول لوبغاړي په ۲۸۶ منډو اوټ شو. د نيوزي لېنډ لوبډلمشر کېن ويليمسن ۱۴۸ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

افغانستان به د جون په ۲۴مه د بنګله دېش خلاف لوبه کوي.

د يو ورځنيوو کرکټ لوبو دې نړيوال جام کې نيوزي لېنډ ۱۱ پواينټونو سره په لومړي نمبر، اسټريليا په دويم او هند په دريېم نمبر ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG