د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په بوربن کې د افغانستان پر امن کانفرانس پیل شوی


د غونډې له ویډیو اخیستل شوی عکس

پراګ: د پاکستان د سېلګریزې سیمې مري په بوربن کې د افغانستان د سولې په اړه یو ورځنی کانفرانس پیل شوی دی.

په دې غونډه کې یو شمېر افغان سیاسي مشران ، ځینې پاکستاني سیاستوال ، خبریالان ، د مدني ټولنو غړي او حکومتي چارواکي شریک دي.

په افغان مشرانو کې د سولې عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي، د امنیت شورا پخوانی مشر حنیف اتمر ، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ، مرستيال اجرايوي ريس محمد محقق او ځینې نور شامل دي.

د پاکستان د دوو څیړنیزو ادارو له خوا جوړې شوې دې غونډې ته شا و خوا ۳۰ افغان مشران دعوت شوي خو طالبان نه دي وربلل شوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي غونډې ته په وینا کې وويل چې پاکستان په افغانستان کې خپله ستراتژيکي ژورتيا نه غواړي.

شاه محمود قرېشي وویل چې پاکستان په افغانستان کې د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو پلوي کوي او په افغانستان کې د يوې ډلې هم پلوي نه کوي.

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په اشاره وویل چې بايد پر يو بل د تورنو لړۍ ودريږي.

په غونډه کې موجود افغان سیاستوال احمد ولي مسود وویل که د پاکستان اوس دغه پالیسي وي نو د دواړو هیوادونو تر منځ د تعلقاتو یو نوې باب خلاصېدای شي.

د افغان ملي امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغان امن کې د پاکستان رول مهم وبللو.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې ټاکل شوې د جون پر ۲۷مه افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د سولې لپاره په دې وروستیو کې په بېلا بېلو هیوادونو کې یو شمېر داسې غونډې شوې دي چې د افغان سیاستوالو ، حکومتي چارواکو ، طالب استازو او ځینو مهمو بهرنیو حکومتي مشرانو هم ګډون کړی دی.

داسې غونډې د روس په پلازمېنه ماسکو ، د قطر پلازمېنه دوحه ، چین او ځینې نورو ځایونو کې شوې دي خو په پاکستان کې جوړه شوې دې غونډه کې د افغان طالبانو استازي شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG