د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د انګلستان او سریلانکا کرکټ ټیمونو سیالي ده


تر دې مخکې د جون پر ۱۸مه انګلستان افغانستان ته ماته ورکړه
تر دې مخکې د جون پر ۱۸مه انګلستان افغانستان ته ماته ورکړه

د جون پر ۲۱مه، د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د انګلستان (انګلینډ) او سريلانکا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

انګلستان تر اوسه پېنځه لوبې کړې دي چې پکې یې څلور ګټلې او یوه بایللې خو سریلانکا له پېنځو څخه یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

د جون ۲۰مې په سیالۍ کې اسټرالیا، بنګلادېش ته په ۴۸ منډو ماته ورکړه.

لومړی بیټېنګ اسټرالیا وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې ۳۸۱ منډې جوړې کړې.

د هغه هېواد لوبغاړي ډېوېډ وارنر په لوبه کې ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

د بنګلادېش بالران تر ساعتونو پورې د اسټرالیا لوبغاړو په سوځلو کې پاتې راغلل.

د بنګلادېش لوبډلې د بیټېنګ پر مهال په څلورم اوور کې سومیه سرکار رن اوټ شو.

د بنګلادېش لوبغاړو د ۵۰ اوورونو له پوره کېدو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړای شوې.

د جون پر ۲۲مه، د کرکټ نړیوال جام دوه سیالۍ کېږي چې یوه به یې د هند او افغانستان او بله یې د وېسټ انډیز او نیوزیلینډ ترمنځ وي.

افغانستان تر اوسه خپلې پېنځه واړه سیالۍ بایللې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG