د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې چاودنې یو تن وژلی ۱۷ژوبل

د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه د جون پر۲۰مه د جلال‌ اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې په یوه موټړ پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله یو تن ولسي وګړی وژل شوی او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي چې روغتون ته د پېښې له سیمې یو وژل شوی او ۱۷ ټپيان وړل شوي دي.

نوموړی ویلي چې په ټپيانو کې یو سکهـ ماشوم او یو پولیس هم شامل دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی هم پېښه تایید کړې ده او وایي چې ټپیان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي او زیاتوي چې روغتیایي حالتونه یې د ډاډ وړ دي.

ویل کېږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې خو معلومه نه‌ ده چې نوموړي ته په‌ دې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG