د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد وايي "د سولې جامع موافقې" په لټه دی


خلیلزاد ویلي د سولې جامع موافقه غواړي

پراګ - د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د خبرو اووم پړاو ته د چمتووالي په حال کې دی خو په خبره یې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو نه بلکې، د سولې جامع موافقه غواړي.

نوموړي دا خبره د جون پر ۱۸مه شپې ناوخته پر ټوېټر تر هغې څو ساعته وروسته لیکلې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وویل، امریکا په مذاکراتو کې منلې چې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي او په راتلونکې کې به په هغه هېواد کې مداخله نه کوي.

خو خلیلزاد په بیان کې ویلي چې د سولې په جامع موافقه کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې ډاډ ورکول، له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو وتل، له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې او دایمي اوربند شامل دي.

خلیلزاد زیاته کړې چې دا هغه چوکاټ یا فرېمورک دی چې طالبانو منلی.

د خلیلزاد د ټوېټر بیان

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې مخکې شپږ ځلې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

د دوی مخکینۍ خبرې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو او د هغه هېواد خاوره د ترهګرو ډلو استعمال ته د نه پرېښودو په اړه د ډاډ پر تر لاسه کولو متمرکزې وې.

طالبانو لا تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

''په پاکستان کې جمهوریت په خطره کې دی''
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG