د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلبدین نایب وايي د افغان لوبغاړو له شخړې نه دی خبر


رپورټونه وايي شخړه له انګلستانه د لوبې تر بایللو وروسته په رستوران کې شوې
رپورټونه وايي شخړه له انګلستانه د لوبې تر بایللو وروسته په رستوران کې شوې

مانچسټر - د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم کپتان ګلبدین نایب هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې د جون پر ۱۸مه د افغان لوبغاړو شخړه شوې.

ګلبدین نایب له انګلستان (انګلینډ) سره تر لوبې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې که خبریالان ورڅخه دا ډول پوښتنې کوي، نو ناسته به پرېږدي.

ګلبدین نایب وویل:"زه په‌ دې اړه هېڅ نه یم خبر. دا نه د ټیم او نه هم زما لپاره کومه غټه خبره ده. زه ان نه یم خبر چې څه شوي. موږ مدیر لرو، امنیتي کس لرو تاسو ورشئ له هغو وپوښتئ. موږ په څه نه یو خبر. زه ځم که څوک دا ډول پوښتنې کوي."

اسوشي اېټېډ پرېس اژانس لیکي، د ځېنو رپورټونو پر اساس د جون پر ۱۸مه له انګلستانه تر ماتې وروسته، په یوه رستوران کې یوه عام وګړي د افغان لوبغاړو ویډیو اخیستې او هغوی ورسره شخړه کړې.

اژانس د مانچسټر پولیسو له خولې ویلي چې رستوران ته ورغلل خو څوک یې نه دي نیولي البته پلټنې یې روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ کرکټ بورډ لا په‌ دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د انګلستان له‌ خوا د ۳۹۸ منډو هدف پوره نه شو کړای او لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپیر وبایلله.

د ۲۰۱۹ز کال د کرکټ د نړیوال جام د دې لوبې د لیدلو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني هم د انګلستان مانچستر ښار ته تللی وو.

د افغان ټیم راتلونکې لوبه د جون پر ۲۲مه له هند سره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG