د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: له جنګ ځپلیو کورنیو سره مرسته وشوه


په خوست کې له جنګ ځپلیو سره مرسته.
په خوست کې له جنګ ځپلیو سره مرسته.

په سېشنبه په خوست کې د کمک په نوم یوې نادولتي موسسې د ملکي وګړو له هغو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په جګړو، بمي چاودنو او نورو پېښو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي، ټپیان دي او یا يې د کورنیو عایداتي سرچینې د لاسه ورکړي دي.

په دې پروګرام کې هرې کورنۍ سره د ۲۸ زره افغانیو په ارزښت ۱۳ قلمه توکي چې وړه، نرۍ وریجې، غوړي، بوره، دال، نخود، لوبیا، شین او تور چای، د جامو او ځان مینځلو سودا او شامپو همدارنګه نور توکي په کې ول مرسته وشوه.

د کمک موسسې ولایتي مسوول فیروز تڼي د مرستو د وېش پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې یاد پروګرام د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې یا USAID په مالي ملاتړ د ۲۰۱۸ کال د مارچ له نیمایی څخه په خوست او ټولو نورو ولایتونو کې پیل شوی دی.

د ده په وینا چې پدې موده کې یوازې په خوست کې د ملکي وګړو د زیانمنیدو ۴۰ پيښې ثبت شوي، چې د ۳۷ پیښو له زیانمنو سره مرسته شوې او د ۳ نورو پېښو د سروې چارې روانې دي.

فیروز له هغو کورنیو څخه چې ملکیان دي او زیانمن شوي، خو دوی تر اوسه نه دي سروې کړي، غوښتنه وکړه چې یادې موسسې سره دې اړیکه ونیسي، تر څو په فرصتونو کې ورسره مرسته وشي.

د کمک موسسې د مسوولینو په وینا چې هغوی دوه ډوله مرستې لري، په اول ګام کې له قربانیانو او زیانمونو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیړنۍ مرستې دي، خو په دویم پړاو کې د هماغه کورنۍ په خوښه داسې کاروبار ورته برابروي، چې هغوی وکولی شي، دایمي عاید پرې لاسته راوړي.

د زیانمنو ملکي وګړو هغه کورنۍ چې یادې مرستې يې ترلاسه کړې، خوښ دي او د مرستو د دوام غوښتنه يې کوي.

محمدجمال چې یاده مرسته يې ترلاسه کړه، د روژې یوه ورځ مخکې خوست ښار کې په یوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وو.

نوموړی غوښتنه کوي، چې موسسې او حکومت دې د ملکي قربانیانو سره دایمي مرستې وکړي، تر څو یادې کورنۍ له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

جنت ګل د ځاځي میدان ولسوالۍ د الګاډې د سیمې اوسیدونکی دی، چې په یوه وسلوال برید کې يې پلار او تره دواړه د لاسه ورکړي دي.

ده وویل، پلار او نورو کلیوالو يې غره ته کورني څاروي د پېولو لپاره بیولي ول، چې د وسلوالو لخوا ووژل شول.

په خوست د معلولینو او شهیدانو د چارو امر سیدمحمد نیکزاد که څه هم یادې مرستې ستايي، خو وايي چې پدې ولایت کې د معلولینو او وژل شویو د کورنیو اړتیاوې ډېرې دي او پدې مرستو يې کورنۍ ستونزې نه ختمیږي، ځکه ډیریو کورنیو پدې جګړو کې خپل سرپرستان له لاسه ورکړي دي.

نیکزاد هم غوښتنه کوي، چې د معلولینو او وژل شویو کورنیو ته دې داسې امکانات برابر شي، چې هغوی په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

په افغانستان کې د ښکیلو خواوو په جګړو کې تر اوسه د ملکي وګړو مرګ ژوبله یوه جدي ستونزه ده، چې ملي او نړیوالو بشري سازمانونو او بنسټونو پرې انديښنه څرګنده کړې او د بندیدو غوښتنه يې کړې ده.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د ملکي تلفاتو د مخنیوي لاره دا ښيي، چې خلک د مشکوکو شیانو او فعالیتونو د لیدلو پر مهال امنیتي ادارو ته مالومات ورکړي، ځکه په دا ډول پيښو کې زیات زیان ملکیانو ته رسیږي.

په خوست کې د معلولینو او د وژل شویو د کورنیو د غړو یوه غوښتنه او نیوکه داده، چې دوی سره نه یوازې لازمې مرستې نه کیږي، بلکې په کال کې د تقاعد هغه یوه اندازه پيسې هم په یوه او بله پلمه څو کاله ځنډیږي.

د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت سلاکار محمداکبر ځیرک، چې د یادو مرستو په وېشلو کې موجود وو، وویل، چې د ۸۳۶ معلولینو او شهیدانو د کورنیو تقاعد چې خواوشا ۴۴ میلیونه افغانۍ کیږي او د مختلفو لاملونو پر اساس نه وو اجراء شوي، په ۲-۳ ورځو کې به ورته حواله او د دوی بانکي حسابونو ته به جمع شي.

XS
SM
MD
LG