د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای ایس ای نوی مشر


د رويټرز اژانس ليکنه وايي، د پاکستان پوځ د هغه هېواد د استخباراتي ادارې د مشر لېفټننټ جنرل عاصم منير پر ځای، چې يوازې اته مياشتې يې پر دغه څوکۍ کار وکړ، لېفتننټ جنرل فيض حميد د يادې ادارې مشر ټاکلی.

پوځ دا اعلان د اتوار پر ورځ په يوه اعلاميه کې وکړ، خو پکې يې د دې بدلون علت نه دی ښودلی.

ليکنه کاږي، د پاکستان پوځ ته د هغه هېواد د تر ټولو بانفوذه ادارې په سترګه کتل کيږي.

له هغه راهيسې چې پاکستان له برېتانيا خپلواکي ترلاسه کړې، دې هېواد د خپل ۷۱ کلن تاريخ شاوخوا نيمايي موده د پوځ په واکمنۍ کې تېره کړې.

پوځ حتا د ولسي حکومتونو په دورو کې هم زيات بااختياره پاتې شوی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر څوکۍ يوه تر ټولو مهمه هغه ګڼل کيږي.

پر دې ادارې له يوې مودې راهيسې تور دی چې د پاکستان پر خاوره وسله وال ساتي او په هند او افغانستان کې يې د ترهګر فعاليتونو لپاره کاروي.

د پاکستان پوځ د وسله والو د پاللو، په سياست کې د لاسوهنې او د مخالف غږونو د غلي کولو تورونه ردوي.

په وروستيو کې پر ای ايس ای نوي تورونه لګېدلي چې پکې د پاکستانيو مطبوعاتو د کنټرولولو، د تېر کال په عامو انتخابات کې د لاس وهلو او د بشري حقونو ډلو د ځورولو هغه شامل دي.

د ليکنې تر مخه، ای ايس ای د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم د پښتنو د حقونو تحريک هم په نښه کړی او د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو د اله کار په توګه يې يادوي.

په ليکنه کې د فعالانو په حواله ويل شوي، له هغه راهيسې چې عمران خان د پاکستان وزيراعظم شوی، په ملکي چارو کې د ای ايس ای نفوذ نور هم سېوا شوی دی.

د پاکستان پوځ د وسله والو د پاللو، په سياست کې د لاسوهنې او د مخالف غږونو د غلي کولو تورونه ردوي.

د پوځ پلويان وايي، پاکستان ته له ګاونډيو هېوادونو خطرونه پېښ دي او پوځ له قانون سره سم د هېواد د فاع چارې مخ ته وړي.

اژانس د څېړونکو په حواله ويلي، د ای ايس ای نوی مشر فيض حميد د دې ادارې يو مهم افسر پاتې شوی.

نوموړي په ۲۰۱۷ز کال کې د تحريک لبيک سخت دريځي ډلې له مشرتابه سره د يوې لوظنامې په لاسليک کولو د دې ډلې د پلويانو احتجاجي ناسته ختمه کړه.

اژانس د شنونکې عايشې صديقې په حواله چې نوموړې د پاکستان پوځ د کاروبارونو په اړه يو کتاب هم ليکلی، ويلي چې حميد يو سختدريځی افسر دی.

صديقې زياته کړې، د ای ايس ای د مشر په توګه د نوموړي ټاکنه ښيي چې پوځ پر ځای د دې چې په خپلو اختياراتو کې يې کمی راوستی وی، د لا زيات طاقت لاس ته راوړلو او د هغې د کارولو په هڅه کې دی.

XS
SM
MD
LG