د لاسرسي ځای

تازه خبر

فریال تالپور په جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته وسپارل شوه


فریال الپور
فریال الپور

د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د جون پر ۱۴مه د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري خور او د سیند اسمبلۍ غړې فريال تالپور هم په اسلام اباد کې نیولې ده.

یادې ادارې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د فریال تالپور د نیولو د امر تر جاري کېدو وروسته یې هغه په اسلام اباد کې له خپل کوره نیولې ده.

نوموړې د جون پر ۱۵مه د اسلام اباد احتساب عدالت ته وړاندې کړل شوه او د نهو ورځو په جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته وسپارل شوه.

یاد عدالت امر کړی دی چې فریال تالپور دې د جون پر ۲۴مه بیا عدالت ته وړاندې کړل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د اسلام اباد های کورټد جون پر ۱۰مه د اصف زرداري او د هغه د خور فریال تالپور د ضمانت درخواست رد کړ.

د احتساب ادارې چارواکو اصف زرداري په هم هغه ورځ په اسلام اباد کې له خپل کوره ګرفتار کړی وو خو د هغه خور یې څلور ورځې وروسته ونیوله.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د فريال تالپور تر نیول کېدو وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت د خپلو سياسي مخالفينو په نښه کولو لپاره پر نيب فشار اچوي چې د هغوي پرضد ګامونه پورته کړي.

بلاول بټو زیاته کړه چې حکومتد ملک هره اداره د دې لپاره تر فشار لاندې ساتلې ده چې خپل کارونه پرې وکړي.

پر اصف علي زرداري او فریال تالپور د جعلي بېنک اکاونټونو ساتلو په تور کې د احتساب قومي ادارې مقدمې جوړې کړې دي.

دې دواړو د اسلام اباد های کورټ ته د مستقل ضمانت درخواست ورکړی وو کوم چې د یاد عدالت جسټس عمر فاروق او جسټس محسن کیاني د جون پر ۱۰مه رد کړ او د هغوي د نیولو امر یې وکړ.

د ساينس او ټيکنالوژۍ وفاقي وزير فواد چوهدري په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي چېاپوزيشن ګوندونه پر حکومت د سياسي انتقام تورونه لګوي کوم چې د ده په وینا بې ځايه دي.

فواد چوهدري ویلي چې د اپوزيشن پر مشرانو دا مقدمې د تحریک انصافپه حکومت کې نه بلکې تر دې وړاندې جوړې شوې وې.

نوموړي ویلي چې په ملک کې د احتساب عمل روان دی او چې هر چا درغلي کړې وي د هغوي به احتساب کېږي.

په پاکستان کې دا وخت د نورو پرتله د پپلز ګوند او مسلم لیګ نون ډلې پر مشرانو زیاتې مقدمې روانې دي چې له کبله یې پخوانی وزیراعظم نواز شریف وار له مخه سزا شوی هم دی.

د احتساب عدالت د جون پر ۱۱مه د مسلم لیګ نون مخکښ او په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز هم ګرفتاره کړی وو.

د احتساب ادارې پر هغه تر امدن د زیاتو اثاثو درلودلو ، رمضان شوګر ملز کې د درغلیو او په ناقانونه توګه د پيسو د ليږلو تورونه لګول شوي دي.

خو حمزه شهباز او مسلم لیګ نون دا ټول تورونه ردوي او وايي چې د احتساب ادارې د تحریک انصاف په اشاره د دوي پرضد مقدمې جوړې کړې دي.

XS
SM
MD
LG