د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه وايي په خوست کې یې ګڼ وسله وال نیولي


په خوست کې نیول شوي وسله وال.
په خوست کې نیول شوي وسله وال.

د افغانستان د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت سرتېرو د یاد ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو له لارې د وسله والو طالبانو هغه ۲۳ کسیزه ډله ونیوله، چې غوښتل يې د یو ډله ییز برید له لارې دا ولسوالۍ ونیسي.

د چارواکو په وینا په نیول شویو کسانو کې یو تن پاکستانی دی او همدارنګه په دې عملیاتو کې اووه نور وسله وال چې مقاومت يې کاوه، له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د جون پر ۱۴مه ناوخته د نیولو شویو وسله والو څو تنه يې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل شول.

په دې ځای کې پر اوږد میز باندې د ملي امنیت د سرتېرو لخوا په عملیاتو کې د وسله والو څخه نیول شوې یوه پیکا، څو کلاشینکوفونه، مرمۍ، دوربینونه، بمونه، اسناد او نور پوځي تجهیزات اېښودل شوي وو.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان مشال راډیو ته وویل، د ملي امنیت د سرتېرو په ځانګړو عملیاتو کې نه یوازې د موسی خېلو ولسوالي د وسله والو له بریده وژغورل شوه، بلکې هغوی شدیده ضربه ولیده.

ده وویل ، "دا ډله چې تاسو يې ګورئ دا تر تعقیب لاندې وه، د دوی یو مهم مرکز د ملي امنیت د خاصو ځواکونو لخوا نه ونیول شو، د هغه څخه یوه اندازه وسلې او مهمات په لاس راغلل، ۲۳ کسان يې نیول شوي، چې یو په کې پاکستانی دی، او یو د خورکۍ په لباس کې نیول شوی، چې تاسو يې ګورئ، یوه بله لاسته راوړنه ده، چې د موسی خېلو ولسوالۍ ته د وسله والو له حملې وژغورل شوه او دوی ته هغه ضربه ورکړل شوه چې نور به هم ورڅخه عبرت واخلي."

پټان وړاندې وویل، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خوست مرستیال والي زیاته کړه، د روژې په میاشتې راهیسې وسله والو مخالفینو غوښتل، چې په خوست ښار یوه ډله ییز برید وکړي، خو د افغان ځواکونو د عملیاتو او تدابیرو له کبله د دې پلان په عملي کولو نه دي بریالي شوي.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG