د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ځانمرګي برید لږ تر لږه نهه تنه وژلي


د چارشنبې ورځ د جلال اباد فامیلو سیمه کې له خالص بابا سره پر حلقوي سړک د یوه هوټل مخې ته ماسپښن مهال یوه پلي ځانمرګي بریدګر د سیمه ییزو پولیسو پر موټر برید کړی .

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې نهه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. د ده په خبره چې د دې برید هدف د پولیسو د یوه ځايي مشر ګاډی وو.​

خوږیاڼي زیاتوي چې د چپرهار پولیسو کمندان زلمی او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي. د نوموړي په خبره په وژل شويو کې یو ماشوم او څلور نور ولسي وګړي هم شامل دي .

د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۲ تنه ټپیان لېږدول شوي چې پکې درې امنیتي کسان، درې ماشومان او شپږ نور ولسي وګړي شامل دي. په ژوبلو کې د درېو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی دی.

تر دا مهال هېچا هم د پېښې مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG