د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا لاهم کنډواله پرته ده


د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د غرونو په لمن کې دیارلس متره دنګه د غازي ببرک خان ځدراڼ خاورینه جنګي کلا تر اوسه هم ویجاړه پاتې شوې او د حکومتي مسوولینو د مکررو ژمنو سره-سره يې هم بیارغونه نه ده پیل شوې.

که څه هم یاده جنګي کلا د امیرعبدالرحمن خان د سلطنت پر مهال د لويې پکتیا قومونو په ګډه اباده کړې، چې سرحد ساتونکو افغانانو ورڅخه د عمومي قرارګاه او وسله تون کار اخیسته، خو یاده کلا څو لسیزې وروسته د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې هم د افغاني جنګیالیو د راغونډیدو په یو مهم مرکز بدله شوه.

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کالیزه رارسیدونکې ده، افغان ولسمشر غني يې په پراخه کچه او په ډېرو مجللو مراسمو باندې د لمانځنې امر کړی، خو هغه جنګي کلا چې د افغانستان خپلواکي يې یقیني کړه، تر اوسه ویجاړه او یوازې لوړ او پلن دیوالونه يې ولاړ پاتې دي.

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا
د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا

د افغانستان د جنوبي محاذ مشر محمد نادرشاه د همدې کلا د شمال لوري په لوړ برج کې ۱۹ شپې وکړې او د لويې پکتیا، وزیرو او نورو قبایلو لښکرې يې له همدې ځایه د جګړې لیکو ته ولیږلې.

نن د پنجشنبې په ورځ یادې کلا څخه د یو شمېر فرهنګیانو او ولایتي چارواکو د لیدنې پرمهال قاضي احمد ببرکزي چې د غازي ببرک خان ځدراڼ لمسی دی، مشال راډیو سره په خبرو کې له مرکزي حکومت هیله وکړه، چې د دې تاریخي کلا بیارغونه دې پیل کړي.

قاضي احمد ببرکزي وړاندیز وکړ، چې د کلا په منځ کې دې د غازي ببرک خان ځدارڼ څخه د پاتو اثارو د خوندیتوب لپاره یو موزیم هم جوړ شي.

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا
د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا

مدني فعال او د یادې سیمې یو تن اوسیدونکي نذیر روښان د کلا د رغونې د غوښتنې تر څنګ وویل، چې ولسمشر دې د غازي ببرک خان ځدراڼ په نوم یو دولتي مډالمنظور کړي، تر څو هغو کسان پرې وویاړل شي، چې د وطن ساتنې په ډګر کې له ځانه مېړانه ښيي.

نوړي زیاته کړه:

''دا کلا ډېر تاریخي قدامت لري، له دې ځای څخه د وطن ساتنې انسجام شروع شوی دی، غوښتنه مو له دولته دا ده چې د دې کلا بیاجوړونې ته توجه وکړي، ځکه تاسو وینئ چې دا کلا مخ په خرابېدو ده او بل لوري ته که دولت د غازي ببرک خان په نوم یو دولتي مډال جوړ کړي او هغه کسان چې د وطن ساتنې په لار کې قرباني کوي، ورکړل شي، زما په فکر به ښه اقدام وي.''

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا
د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا

د غازي ببرک خان په ولسي او قومي لښکر کې د لويې پکتیا د ډیریو قومونو اوسیدونکي ول او د هغوی اولادونه تر اوسه هم د غازي ببرک خان له کورنۍ سره اړیکې پالي.

لدې ډلې یو هم د صبریو اوسیدونکی قومي مشر رحیم ګل دی، چې د پلار تره يې د غازي ببرک خان د لښکر یو جنګیالی وو، نوموړی وايي:

''غازي ببرک خان یو ډېر صادق، توریالی او په وطن مین غازي افغان وو، د ده د دې کلا نه یو سلو پنځوس کاله تیریږی او نوره په ړنګیدو ده، حکومت دې ورته کلکه توجه وکړي، دا دې جوړه کړي، پدې کې دې موزیم جوړ کړي، لدې به خلک لیدنه کوي، د دې دروازه باید جوړه شي، ساتونکی باید موجود وي، تر څو ټول قومونه يې لیدلو ته راشي.''

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا
د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا

د تڼیو ولسوالۍ یو تن قومي مشر، چې د ورژلې د سرحدي سیمې اوسیدونکی دی او دا کلا يې له ډېر ماشومتونه لیدلې وویل:

''موږ ته چې پلرونو جمه کړې ده، د لويې پکتیا ټول قومونه د ببرک خان ځدارڼ تر مشری لاندې وو، امر ته يې ټول قومونه راټولیدل، دا ډېره پخوانی کلا ده او د ټولې لويې پکتیا قومونو په ګډه جوړه کړې ده، دا دومره سوره وره وه، چې دا زما په یادۍ ځکه پټه وه، هغه وخت ټوله نه وه ړنګه شوي، چې په دیوال يې وړوکی موټر تللی شو، نو پدې وروستیو کلونو کې د جګړو، بارانونو او واورو له کبله ډېره له منځه تللې ده.''

د غازي ببرک خان جنګي کلا لیدلو ته د نورو حکومتي مسوولینو په خوا کې د خوست د ملي امنیت رئیس ډګروال محمداشرف صافی هم ورغلی وو.

ده په خپلو خبرو کې پدې خوښي وښوده، چې په لومړي ځل یادې کلا ته پداسې وخت کې ورغلي، چې خلک او افغان حکومت د خپل هېواد د سلمې کالیزې د لمانځنې پر تیاریو بوخت دي.

محمداشرف صافي زیاته کړه:

''کله چې دا تاریخي کلا ما له نږدې ولیدله، دا زموږ او ستاسو د ټولو افغانانو د ویاړ کلا ده، موږ به خپل سهم کې کوښښ او تلاش کوو، چې دا کلا دوباره ورغول شي او اباده شي او زه پدې ډېر خوشاله یم چې یوې داسې تاریخي کلا ته په یوه داسې مرحله کې راغلی یم چې زموږ او ستاسو د استقلال ورځ یا د زمري ۲۸ مه دوه میاشتې وروسته لمانځل کیږي.''

د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا
د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا

د خوست فرهنګیان او ځینې حکومتي چارواکي داسې مهال د غازي ببرک خان له جنګي او تاریخي کلا کتنه کوي، چې څو ورځې وړاندې یو شمېر فرهنګیانو له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت دې له خوسته څخه پخوانۍ چاپیدونکې غازي جریدې بېرته چاپ پیل کړي.

غازي جریده د غازي امان الله خان د سلطنت پر مهال په خوست کې چاپیده.

XS
SM
MD
LG